خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

هند پونه: افغان چارواکو د تجارتي ودي په کنفرانس کي ګډون وکړ

پرون د هند د نړیوالي سوداګرۍ ټولني لخوا (Global Indian Business Forum) په پونی ښار کی په افغانستان، اتوپیا او اندونیزیا کی د سوداګرۍ او پانګوني تر نامه لاندي کنفرانس تنظیم کړی وو، چي پکي په ممبی کي د افغان جنرال کونسل ښاغلي محمد نسیم شریفي ، تجارتی اتشه او په پونه کې میشت افغان محصلینو ګډون پکي وکړ. دغه کنفرانس د هندي تاجرانو او پانګوالو سره په افغانستان کي د تجارت او پانګوني فرصتونه شریکول، د افغاني توکو لپاره مارکیت موندني او په پوني ښار کي د افغانستان تجارتي څانګي محصلینو ته د هندی تاجرانو سره د ابتکاري طرحو د شریکولو په موخه تنظیم شوی وو. په کانفرانس کی  افغان جنرال کونسل ښاغلي شریفي د افغانستان او هند پر تجارتي، اقتصادي او سیاسي، سرمایه ګذاری په موجوده فرصتونو   او روابطو  په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل. همدا شان په ممبی کي د افغانستان تجارتي آتشې ټولو سوداګرو او پانګوالو ته په افغانستان کی د تجارت او پانګوني د فرصتونو په اړوند پریزنتیشن ورکړ، چي د  ډېرو هندي شرکتونو په افغانستان کي د پانګوني په برخه کی علاقه وښوده، چي په نږدې راتلونکي کی به هندي پانګوال د افغانستان څخه لیدنه وکړي. د یادوني  وړ ده، چي په پونې کي د افغانستان د سوداګرۍاو سیاسي علومو د څانګو محصلینونو د هندي تاجرانو سره کتنه وکړه او د خپلو ابتکاری طرحو تر څنګ یې د هندۍ تاجرانو د بریالیتوب د رازونو په اړوند هم بحث وکړ.