په کابل کي د جنايي پېښو ډیروالي، سوداګر اندېښمن کړي دي.
په کابل کي د جنايي پېښو ډیروالي، سوداګر اندېښمن کړي دي.
د متشبثینو عالي بورډ مشر رحیم الدین حاجي آغا وايي په مرکز کابل کي د جنایي پېښو د زیاتوالي له کبله سوداګریزي چاري اغېزمني سوي او په وینا ئې که حالت کابو نسي احتمال سته چي ډیر سوداګر به خپلي پانګي بهرنیو هېوادونو ته انتقال کړي.
حاجي آغا د حکومت څخه غوښتنه وکړه ترڅو د سوداګرو په وړاندي د غلاوو، قتل او اختطاف د مخنیوي په برخه کي خپل مسئولیت اداء کړي او د هغوئ امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.