حمدالله محب: د سولې په بهیر کې د سیمې د هېوادونو اندیښنو ته پاملرنه کوو
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په کابل کې د روسیې له سفیر الکساندر مانتیتسکي سره د لیدنې پر مهال وویل چې دوي د سولې په بهیر کې د سیمې د هېوادونو اندیښنو ته پاملرنه کوي او یاده موضوع يې له نړیوالې ټولنې سره شریکه کړې.
د ملي امنیت د شورا ویاند طارق ارین یادې موضوع ته په ایشارې سره وویل:
”په دې لیدنه کتنه کې د دواړو هېوادو د ګډو موضوعاتو په اړه او د هغې غونډې په اړه چې ټاکل شوې ده چې د سیمې د ملي امنیت سلاکاران پهکې د روسیې په اوفا ښار کې راغونډ شي خبرې او بحثونه وشول. د دوی د بحث یوه موضوع هم د سولې لپاره د سیمې په کچه اجماع وه او کومې اندیښنې چې پهدې برخه کې شته.”
ټاکل شوې ده چې د روسیې په اوفا ښار کې د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو غونډه راتلونکې میاشت ترسره شي.
د افغانستان لپاره د روسیې له سفیر سره د ملي امنیت د سلاکار تر خبرو یوه ورځ مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سوچي ښار کې د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره ګډې خبرې غونډې ته وویل چې د افغانستان د ستونزې حل پیچلی شوی دی او د سولې په خبرو کې د طالبانو دریځ د پیاوړي کېدو په حال کې دی.
کرملین په یوه بیان کې ویلي دي چې د روسیې ولسمشر په افغانستان کې د متحد ایالاتونو او روسیې ترمنځ د واک توازن یوه مهمه اړتیا بللې ده.
خو د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له ولسمشر پوتین سره ګډې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان په برخه کې د مسکو او واشنګټن دریځ سره نژدې دی.
دی وايي:
“زموږ یو شمېر همکارۍ ډېرې عالي دي، د شمالي کوریا او افغانستان په برخو کې موږ ښه کارونه کړې دي، د ترورېزم پرضد مو ګډې هڅې کړي. دا هغه څه دي چې همکاري پهکې زیاتولی شو او زه پوهېږم چې موږ دا چانس لرو چې د ستراتیژيک امن په اړه خبرې وکړو.”
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د چهارشنبې په ورځ هم په سوچي کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
ده د اتریش له ولسمشر الکساندر وان دیر بیلین سره د خبرو پرمهال وویل چې مسکو او واشنګټن له دې سره دلچسپي لري چې د افغانستان ستونزه هواره شي.