خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

اوس به ځنځیرونه ماتیږي

ژباړه : عصمت الله زهیر

کور ته په دریشي کي راغلي پلار څخه زوی وپوښتل ــــ
پلاره! پر ټولنیزو رسنیو د خلګو په زوږ کي یو ږغ را پورته کیږي ٫٫ دا څنګه ازادي ده ،،
پر دریځ ناست یو ناتوان، پرېشان حال ، چي پر مخ یې د څو ورځو د سفر ستړیا له ورایه ښکاریدله
اوریدلي مي دي چي پر یوه هوایي ډګر یې هم د پرواز لپاره ټکټ ورنکړو او په هر ځنځیر به یې را وګرځولو بندي به یې کړو ، بیرته به یې خوشي کړو…
موبایل یې ور مات کړو ، په جلسه کي ناست خلګ یې د شپې تر دولسو بجو منتظر پاته وو ،،
بس کړه زویه ! هغه غدار دئ نور بس کړه !
نه بابا !نه هغه غدار نه دئ …
بابا! یوه ماشومه دریځ ته راسي په چیغو، چیغو ژاړي او وایي چي زما پلار نامعلومو خلګو وتښتولو…
بابا! هغې ماشومي ډېر زیات ژړل …
بابا!ته به د دې ماشومي پلار ورته راولې ځکه چي د موږ سره خو اټوم بم سته ، ټانکونه او طیارې سته …
بابا! زه هم د دې ماشومي سره مرسته کول غواړم …
بابا! دا ژمنه راسره وکړه بیا به د پارک منظرې ته نه ځو که ځو نو به د دې ماشومانو د مرستي لپاره د دوئ جلسې ته خو …
بابا! هلته نور هم ډېر ماشومان را غونډ سوي وو …
بابا! ماشومان خو غداران نه وي …
بابا! ټولو ماشومانو ژړل او د سرې خولۍ کاکا ماشومانو ته ویل …
زه به خپل ځان ته اور واچوم که مي ستاسو ورک سوي پلرونه درته را نه وستل ،،
بابا! زه چي کله ځوان سم هم دا د سرې خولۍ وال به جوړیږم …
زویه! بس کړه نور پټه خوله سه هغه غدار دئ … اوریدلي مي دي چي یو کلي ته کوم شپېلۍ ږغونکی راپېښ سو ، کلیوال ټول د مږکانو ډېر تنګ وو، شپېلۍ ږغونکي ته یې وویل …
موږ به تاته ستا مزدوري درکړو ، له دا مږکانو زموږ کلی را پاک کړه…
شپېلۍ ږغونکي د شپېلۍ د خواږه ږغ په کیف او مستي کي ټول مږکان د ځان سره تر کلي دباندي وایستلو لاکن کلیوالو د وعدې سره سم د شپېلۍ ږغونکي ته مزدوري ورنکړه ، شپېلۍ ږغونکي نور له قهره په شپېلۍ کي یوه داسي نغمه سُر کړه چي د سترګو په رپ کي د ټول کلي ماشومان په شپېلۍ ږغونکي پسې روان سو او تر ټولو وروسته یو مغرور ماشوم هم ورپسې وو…
اوس زه ډاریږم پر ټولنیزو رسنیو د سرې خولۍ لرونکی چي شپېلۍ د درد په کوم سُر کي ږغوي ، نور یې د درد له دې ږغه د لوی محلونو د اوسېدونکو او د دریشۍلرونکو اولادونه ورپسې روان نسي …
نور د دې شپېلۍ ږغ تر هغو زندانونو هم رسیږي چیري چي د دې ژړاندو ماشومانو پلرونه ورپکي قید دي.
اوس به ځنځیرونه ماتیږي
نور به د زندانونو خیر نه وي
(فیض)