خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د نيچريه رسالې لومړۍ پښتو ژباړه

مطيع الله روهیال

​د روان ١٣٩٨ش کال د حمل په مياشت کي د افغان سيد جمال الدين په باب په کابل کي نړۍوال سيمينار جوړ سو. دې سيمينار ته پر افغاني پوهانو سربېره له مصر، ترکيې، هندوستان او پاکستان څخه سيد پېژندونکي او د سيد علاقمندان رابلل سوي ول. د سيمينار عنوان (د آزادۍ او تجدد علمبردار علامه سيد جمال الدين افغان) وو.

​د سيمينار په مناسبت د سيد بېلابېل آثار چاپ سول. په چاپ آثارو کي د سيد (نيچريه) نومې رساله هم شامله ده چي سيد د دکن  حيدرآباد د ديني مدرسې د يوه ښوونکي مولانا محمدواصل د يوې پوښتني په جواب کي ليکلې ده. د دې رسالې اصلي عنوان (حقيقت مذهب نيچرى و بيان حال نيچريان) دئ. د رسالې ژبه فارسي ده او موضوع ئې د هغو کسانو عقايدو ته عقلي او منطقي دلايل ويل دي کوم چي د کائناتو له پاره د يوه مطلق خالق پر وجود عقيده نه لري او دا ټول مخلوقات تصادف او خپله سره يو ځاى سوي ګڼي.

​سيد دا رساله د ١٢٩٨ق په محرم = ١٨٨٠ دسمبر کي ليکلې ده. رساله تر ليکني څو ورځي وروسته په حيدرآباد دکن کي د سيد جمال الدين افغان تر نظر لاندي چاپ سوه. دوهم چاپ ئې په ١٨٨١م يا ١٢٩٨ق د حاج محمدحسن تاجر کازروني په همت په بمبئي کي وسو. دوه کاله وروسته ئې دريم چاپ د يوه اېراني عالم فخر الحاج والعمار الشيخ عبدالوهاب شېرازي په همت په ١٣٠٠ق په هماغه بمبئي کي وسو (فاضل: ٣مخ). تر دې چاپ وروسته ئې خورا زيات نور چاپونه سوي دي. په اردو او عربي هم ترجمه سوې او په بېلابېلو وختو کي په بېلابېلو هيوادو کي چاپ سوېده. عربي ترجمه ئې د سيد جمال الدين افغان شاګرد شيخ محمدعبده کړېده.

​د سيد په تازه چاپ سوو کتابونو کي د (نيچريه) رسالې د بيا چاپ زيار تکړه محقق استاد فضل الرحمن فاضل ته حاصل دئ. فاضل صاحب د نيچريه رسالې د (١٣٠٠ق) کال سنګي چاپ عکس او ورسره ئې کمپيوټري ټايپ سوى متن رايوځاى کړى دئ، په سر کي ئې د رسالې د محتوى او چاپونو په اړه غنيمت سريزه ليکلې ده او د دې سريزي تر څنګ ئې د رسالې په اړه د ارواښاد مير سعيد بريمن فارسي مقدمه چي د هغه مرحوم په خپل قلم ليکل سوې ده ورسره يو ځاى کړې ده.

​استاد فاضل د خپلي مقدمې په شپږم مخ کي داسي ليکي: “ترجمه نيچريه به زبان پشتو، براى نخستين بار توسط آقاى مير سعيد بريمن صورت ګرفت و در سال ١٣٤٤هجرى شمسى يعنى هشتاد و چهار سال بعد از چاپ نخست متن فارسى آن در هندوستان و چهل و يک سال بعد از ايران، در کابل نشر يافت”.

​د “ترجمه نيچريه به زبان پشتو، براى نسختين بار” عبارت ته ئې په لمن ليک کي داسي ليکلي دي: “افزون بر آقاى بريمن، شادروان مولوى محمديونس خالص نيز نيچريه را به زبان پشتو ترجمه کرده است که اينجانب براى دومين بار در ٩ مارچ ٢٠١٧م آنرا در قاهره به چاپ رساندم”.

​د استاد فاضل لومړي اقتباس او پر هغه لمن ليک زه مجبور کړم چي د نيچريه رسالې د پښتو ژباړو په اړه حاضره ليکنه وکاندم. څو معلومه کړم چي د نيچريه لومړى ژباړونکى څوک او کله ترجمه سوې ده.

​د نيچريه رسالې لومړى ژباړن ارواښاد کانديد اکاډميسين محمدانور نوميالى (١٣٨٥ش مړ) دئ. استاد د خپل ژوند په شپږويشت کلني کي د دغي مهمي رسالې پر ترجمه بريالى سوى دئ. استاد نوميالي د سيد جمال الدين افغان نيچريه رساله د هغې له عربي ترجمې څخه چي د سيد د شاګرد محمدعبده له خوا سوې، تر سره کړېده، په دې اړه د استاد خپل قول داسي دئ: “دا رساله (لكه څنګه چي مو دمخه وويل) واردواره په پارسي ژبه ليكلې سوې ده، څو زمانه وروسته بيا شيخ محمد عبده د ښاغلي سيد جمال الدين پوه شاګرد و عربي ژبي ته را اړولې ده. بله خبره دا ده چي په دې رساله كي د ادبي تركيباتو زيات مراعات سوى دئ او موږ ئې په پښتو ترجمه كي عيناً هغه تركيبات راګرزولي دي، ځكه دا نه غواړو چي و دې مهم اثر ته دي زموږ د تصرف په واسطه ځيني نقايص راجع سي او خپل اصلي ماهيت دي بايلي، نو كه د لوستلو په وخت كي د هغسي جملو سره مخامخ سئ چي د پښتو په عمومي محاوره كي رواج و نه لري ښايي د پورتني عذر په لحاظ مو معاف كړئ.

​و دې رسالې ته د خپلي اصلي موضوع په مناسبت د (ابطال طريقه طبعيين)نوم ايښوول سوى دئ نو ځكه د رسالې د ترجمې سره سم د همدغه نوم كلمې د پښتو تركيب پر اصولو رااړوو او په دې نامه ئې (د طبعيينو د طريقېابطال) مسمى كوو– نوميالى“ (طلوع افغان: ١٣٣٢ش، ٣٢ ګڼه).

​دا رساله ئې په حمل، ١٣٣٢ش = شعبان، ١٣٧٢ق = اپريل، ١٩٥٣ع کال د طلوع افغان په يوويشتو ګڼو کي خپره کړېده. لومړۍ برخه ئې د طلوع افغان د ١٣٣٢ش کال له ٣٢ ګڼې څخه پيل او وروستۍ برخه ئې د دغه کال په ٥٢ ګڼه کي خپره سوېده. د لومړۍ برخي په پيل کي ئې خپله ترجمه داسي اهداء کړېده: “د دې رسالې اهداء! څنګه چي زه پوهېږم زموږ د پوهو ذواتو و دې خوا ته ډېر ميل دئ چي د اسلامي دين اجتماعي ګټي د قوي دلايلو له مخي ورته ثابتي سي او بل دا چي د پښتون سيد جمال الدين له لوړو افكارو او عالي عقايدو څخه مستفيض سي، نو ځكه د دې رسالې ترجمه چي دغه دواړه مقصدونه پكښي موندل كېږي د افغانستان او خصوصاً د قندهار و تعليميافته ځوانانو ته د اهداء په توګه وړاندي كيږي – نوميالى“ (طلوع افغان: پورته ګڼه).

​پر رساله د پښتو مترجم مقدمه راغلې ده، د دغي مقدمې په آخر کي (15 برج حمل، افغانستان – قندهار) عبارت ليکلى دئ. د دې عبارت له تاريخه معلوميږي چي استاد نوميالي د نوموړي رسالې ترجمه تر دغه تاريخ پخوا بشپړه کړېده. موږ تاسي ته معلوميږي چي مقدمه د هر تحقيق، ترجمې او ليکني تر بشپړېدو وروسته ليکل کيږي.

​د ترجمې په پيل کي اهداء، وروسته ئې د پښتو ژباړن مقدمه راغلې ده. په مقدمه کي د نوموړي رسالې پر محتوياتو او د رسالې پر جوړښت بحث سوى دئ او هم د دې رسالې د ترجمې پر ضرورت خبري سوي دي. وروسته د رسالې متن شروع کيږي چي په سر کي ئې د حيدرآباد دکن مدرسې د مدرس مولانا محمدواصل ليک او پوښتنه راغلې او ورپسې د افغان سيد بشپړ جواب چي د رسالې اصلي متن جوړوي راغلى دئ.

​د استاد نوميالي د ترجمې متن ما (م. روهيال) په ١٣٨٦ش کال له طلوع افغانه را ايستلى او راسره پروت دئ. په طلوع افغان کي د خپرې سوي ترجمې پرله پسې اوويشتمه برخه د طلوع افغان د دغه کال د اووه څلوېښتمي ګڼې د کمبود له امله ناقص ده.  نوره له هره اړخه بشپړه ده خو د تاسف ځاى دا دئ چي تر اوسه لا په کتابي شکل خپره سوې نه ده. نو په دې حساب ويلاى سم چي د حضرت سيد جمال الدين افغان د نيچريه رسالې لومړى پښتو مترجم ارواښاد محمدانور نوميالى دئ. په قمري حساب د سيد تر اصلي ليکني څلور اويا کاله وروسته د هغې له عربي ترجمې څخه پښتو سوېده.

​د نيچريه رسالې دوهم مترجم ارواښاد مولوي محمديونس خالص (١٣٨٥ش مړ) دئ. مرحوم خالص په ١٣٣٦ش کال يو کتاب وکيښ چي نوم ئې (ديني ملغلري) دئ. دا کتاب د افکارو د روزني د انجمن له خوا په کابل کي د پنځه سوه ټوکو په تېراژ په (١٤٠) مخونو کي چاپ سوى دئ. پر کتاب باندي د شاه محمد رشاد دوه مخيز يادښت ليکل سوى او ورپسې متن شروع کيږي، کتاب دوې برخي لري. په لومړۍ برخه کي ئې د (زه ولي خداى منم؟) پوښتني ته مفصل جواب ويل سوى دئ. په دې جواب کي ئې د پخوانيو او وروستنيو پوهانو او عالمانو د څېړنو په رڼا کي د خداى تعالى د وجود په اړه دلايل وړاندي کړي دي. د لومړۍ برخي په وروستۍ حصه کي مرحوم محمديونس خالص د خداى د وجود او اثبات په اړه خپل مفصل او دقيق نظر ليکلى دئ. د کتاب دوهمه برخه د افغان سيد جمال الدين د نيچريه رسالې ترجمه ده چي دا ترجمه ئې د کتاب د لومړۍ برخي د خاتمې په توګه ورسره ملګرې کړې ده. د خاتمي تر عنوان لاندي يو کوچنى يادښت په دې ډول راغلى دئ: “خاتمه – علامه سيد جمال الدين افغانى د دهريت د اضرارو او ديانت د منافعو په برخه کښى يوه رساله ليکلى چه د هغى مطالعه او کتنه او له مطالبو څخه ئى ځان خبرول ډير اهميت لرى نو د دى لپاره چه ځمونږ ګران لوستونکو ته کړاو پيښ نشى او د هغه له مفيدو او ګټورو افکارو څخه پښتانه او پښتو هم بى برخى نشى لوستونکو ته د هغى رسالى پښتو ترجمه په دى ډول وړاندى کوم – و من الله التوفيق” (خالص: ٦١ مخ).

​تر دغه کوچني يادښت وروسته د رسالې متن پيليږي. مرحوم يونس خالص د رسالې د ترجمې په اړه څه نه دي ليکلى چي د سيد رساله ئې له کومي ژبي څخه ترجمه کړې ده او څه مهال ئې ترجمه کړې ده، خو د کتاب له چاپ څخه چي په ١٣٣٦ش کال سوى دئ، داسي معلوميږي چي په همدغه کال او يا تر دې کال مخکي به ترجمه سوې وي. په دې حساب د سيد جمال الدين افغان د نيچريه رسالې دوهمه پښتو ترجمه د هغې تر لومړي چاپ اته اويا کاله وروسته د مرحوم مولوي محمديونس خالص په قلم سوې او چاپ سوې ده.

​د دې رسالې دريمه پښتو ترجمه د مرحوم مير سعيد بريمن (                  مړ) له خوا په ١٣٤٤ش کال وسوه. د مير سعيد بريمن ترجمه کړې رساله په ١٣٤٤ش کال په ٥٤ مخونو کي د مطبوعاتو وزارت له خوا په کابل کي چاپ سوې ده. قطع ئې جيبي ده او د رسالې په سر کي د سيد جمال الدين افغان او د کابل پوهنتون په محوطه کي د هغه د مقبرې د هغه مهال تصويرونه راغليدي چي پر دغه مقبره لا کار جريان درلود.

​مرحوم مير سعيد بريمن رساله له فارسي څخه ترجمه کړېده. ترجمه ئې له هغه چاپه کړېده چي په ١٣٠٣ش کال د شرق د کتابخانې له خوا د تهران د سعادت په مطبعه کي چاپ سوېده. دې خبرو ته ئې په سريزه کي اشاره کړېده(بريمن: الف مخ). پر رساله د ژباړن اووه مخيزه سريزه راغلې ده. په دې مقدمه کي د نيچريه رسالې د محتوى او د سيد د معرفۍ په اړه څرګندوني سوي دي. تر مقدمې وروسته د رسالې متن شروع کيږي او په ٥٤ مخونو کي پاى ته رسيږي.

​په دې حساب نو د مرحوم مير سعيد بريمن ترجمه د سيد د رسالې تر لومړي چاپ تقريباً پنځه اتيا کاله وروسته په کابل کي د دريمي ترجمې په شکل چاپ او خپره سوه.

​پورته معلوماتي ليکنه مي په دې خاطر وکړه چي د سيد د آثارو علاقمندان خبر وي، چي د سيد د حاضري رسالې متن له نن څخه ډېر کلونه پخوا لومړى استاد نوميالي، ورپسې مرحوم يونس خالص او دريمه پښتو ترجمه ئې د ارواښاد مير سعيد بريمن له خوا سوېده. د دې له پاره چي د اوليت حق ئې د استاد نوميالي له نامه سره تړلى دئ، نو ځکه مي د يوه امانت په توګه د هغو دوستانو سره دا معلومات شريک کړل، کوم چي د طلوع افغان ورځپاڼي له محتوياتو ناخبره او د دې ارزښتمن اخبار د مطالعې چانس نه دئ ورته ميسرسوى.

ماخذونه:

افغاني، سيد جمال الدين، (١٣٩٨)، رسالۀ نيچريه، کابل: وزارت اطلاعات و فرهنګ، بکوشش: فضل الرحمن فاضل.

نوميالى، محمدانور، (١٣٣٢ش)، طلوع افغان – ٣٢ ګڼه، کندهار: د مطبوعاتو مديريت.

خالص، محمديونس، (١٣٣٦ش)، ديني ملغلري، کابل: د افکارو د روزني د انجمن له خوا.

بريمن، ميرسعيد، (١٣٤٤ش)، نيچريه، کابل: د مطبوعاتو وزارت.

يادونه: د دې مقالې چاپي شکل په ١٩/ ٢/ ١٣٩٨ش کال ښاغلي فاضل ته د ګران حکمت دراني په توسط ورسېد.