د شانګهای سرمشریزه کې د افغانستان پر سوله او اقتصاد خبرې کېږي

تمه ده چې د شانګهای د همکاریو سازمان په ۱۸مه سرمشریزه کې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر سوله او اقتصاد خبرې وشي.
دا دوه ورځنۍ غونډه د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې د جون په ۱۳مه پیلېږي.
قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، هند، پاکستان، چین او روسیه د دې سازمان دایمي غړي هېوادونه دي او افغانستان، ایران، بلاروس او منګولیا د دې سازمان څارونکي غړي دي.
د شانګهای سازمان تېره سرمشریزه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې وه.