د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا پاکستان سره سیالي کوي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د جمعې په ورځ د پاکستان له ملي ټیم سره یوه ورځنۍ مسابقه وکړي.
دا لوبه د بریتانیا په بریسټول کې ترسره کېږي او د نړیوال جام لپاره د چمتووالي تمریناتي لوبه ده.
ټاکل شوې ده چې د کرکټ نړیوال جام راتلونکې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ پیل شي او دا یو ورځنی نړیوال جام لوبې به د جولای تر ۱۴مې په انګلستان او ولز کې ترسره شي.