خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د بهرنیو تولیداتو د قاچاقي وارداتو د مخنیوي لپاره ۵ مرکزونه جوړېږي

افغانستان ته د بهرنیو تولیداتو د قاچاقي وارداتو د مخنیوي پنځه مرکزونه جوړېږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي غني دا مطلب تېر ماښام له افغان صنعت‌کارانو سره په لیدنه کې بیان کړی دی.

په اعلامیه کې د صنایعو د خونې د رئیس شیرباز کمین‌زاده له قوله ویل شوي چې سږ کال په هېواد کې د صنعت وده ۷ فیصده وه او د صادراتو کچه هم یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

ښاغلي کمین‌زاده ویلي چې اوس‌مهال په هېواد کې ۳۲۰۰ تولیدي فابریکې فعالې دي.

د افغانستان ولسمشر غني، له صنعتکارو سره په لیدنه کې د ګمرکونو پر څارنې هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ځمکې د کرایې او اجارې نوې کړنلاره په‌کې هم ځای شوې ده.