زما د خيال پر غر باندي څو توږل سوي کرښي
ليکوال: حامد پتيالی
چی یوه شپه د ددې خلګو څخه لیري، ډېر لیري د يوه سيند په غاړه کې چي څنګ ته یې د خټین کورونو څرک معلومېږي، او دا هسکي-هسکي ودانۍ مو د سترګو څخه فناه؛ زه او زما د زړه اشنا د وصال خطاب را په برخه سي.
داسي شپه چی آسمان راته په قهر وي د اوبو څاڅکي زموږ ټول بدن ښکل کړي او د تالندو د غځونو شور مو په زړه کي څړیکه جوړه کړي.
داسي شپه چي د سيند په غاړه ناست، د اوبو شورهارۍ د ميني د رباب تارونه وغږوي، عشق په نڅاه سي او فطرت خپلي آزادۍ ته پرېښول سي.
سپوږمۍ هم د سينګاره ډک مخ راپورته کړی، څه جالب کشش لري. د غرونو د سرونو پر څوکه موږ ته ګوري او وائي: کاش، موږ هم مينه پېژندلای.
داسي شپه چي په سور سوي زړونو داغونو مو ملهم سي او د جنګ دا ناوړه بوی د لمده سوو خاورو په سپیڅلي بوی تعويض سي.
داسي شپه چي د مینی څپې مو په مخ ووهي، ددې لیمې زما سترګي راوبرېښوي، چی ساه مو تر مریو وروسته وچه سي، چي د ژبي قلم مو بند او د زړه خواله د زړه په خوله سره ولولو او د زړه په غوږو سره واورو.
چی دا دوه جسمه لکه یو ريښتینی روح په غذا ماړه کړو، هري خوا ته د نیکمرغۍ او خوښۍ فریادونه را پسې ودرومي او روح خپل عظيم مقام خپل کړي.
دغه د مینې د اسوېلۍ څخه ډک چاپیریال به مي تر مرګه پوري په سترګو کي غرغړه وي او او د ذهن په کتابچه کي می نه محوه کیدونکې خاطره وي.
هر وخت چی می په فکر کي د مینې تله درنه سي نو په دې افسانوي داستان به د مینې تنده ماتوم او د روح پدې مستبده مبارزه کی به مقاومت کوم.