خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

یو کال: جبران خلیل جبران

ليکوال: جبران خليل جبران
ژباړه: عصمت الله زهير

نو دا مهال د بې شمېره ګڼو ونو تر شا يو ښايسته او نازک بدنه پېغله راښکاره سوه اوږدو وريښمنو زلفو يې مځکه ښکلوله کرار،کرار را روانه ، په خوب بيده ځوان ته ودريده، ورباندي اينجوغه سوه خپل پاسته سپين مخملي لاسونه يې دهغه پرمخ ورتېرکړو، ځوان سترګي را روڼي کړې د خوبه ډکي سترګي يې شاوخوا وغړولې بيرته پر دا بل اړخ را واوښتو لکه لمر چي تود کړى وي ښه ګړى وروسته چي په دې وپوهيدلو چي د امير لور يې تر څنګ ولاړه ده سمدستي راجګ سو د احترم او درناوي لکبله چار زانو ورته کښېنستلو
د څه ويلو هڅه يې وکړه خو الفاظو ورسره ملګرتيا پرېښې وه ، در سترګو يې روانو اوښکو د زړه ګونګو احساساتو ته د ژبي توان ور په برخه کړو .

پېغله را وړاندي سوه په غاړه کې خپل لاسونه ور واچول پر سترګو او شونډو يې ښکل کړو پر اننګو يې رواني اوښکي ځني وڅښلې ، وروسته په يو داسي ږغ ږغانده سوه چي د مرغه تر ږغ نازک هم خوندور وو وې ويل …
” زما محبوبه! ته مي د خوبونو تعبير يې، تنهايي او په فکرونو کي مي د سترګو په وړاندي به وې او د زړه په ائينه خانه کي به مي ستا تصوير تل پروت وو، ته مي د غمونو زغمونکى، رښتونى غمخوار او دوست يې ، ته يې هغه مهال د ما بيل کړې چي و ماته دې نړۍ ته د راتلو امر ورسېدو…

اوس درته زه په پټه راغلم، زما محبوبه! په زړه کي کومو انديښنو يا ويري ته ځاى ورنکړې اوس مي ته د لاسونو په توان او سلامتيا کي يې ، ما ستا لپاره عزت هم دا شرت قربان کړ چي مي تر پلار هر وخت چاپېره دى، زه د ژوند تر وروستۍ سلګۍ ملګرتيا ته راغلې يم، اوس به د ژوند او مرګ پياله ما او تا په ګډه سره څښو …
راځه، زما محبوبه! را ولاړ سه ـــ دا کلتور او تمدن پريږدو ليري ځنګلونو ته ولاړ سو ټول ژوند پکي ميشت پاته سو” !

… دا ډول هغه د ميني ډک زړونه د شپې په تياره کي د ځنګل په لور روان سو ، دا مهال د هغو په زړونو کي نه د کوم امير ډار ورګرځيدو نه يې په تيارو کي د لمبېدلي ځنګل د تورو ډارونکو سيورو ډار کېدلو…