عاجل: په وزیرستان کي پاکستاني پوځیانو د پي ټیم ایم پر مشرانو حمله کړې ده
شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې پر کاروان برید شوی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې ددغه برید خبر ګرم دی.
ویل کیږي چې برید کې محسن داوړ په ګډون شل تنه ټپیان دي او علي وزیر پاکستاني پوځیانو نیولی دی.
وړاندې تر دې د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې مشرانو ته خبرداری ورکړی و چې ګنې دوی د مرګ له ګواښونو سره مخ دي.