فراه: عبدالولي مبارز د خپلو ۳۰ نفرو سره حکومت ته تسلیم سو June 2, 2019 Written by: Admin Admin د فراه د پرچمن ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان عبدالولي مبارز، چي یو کال مخکي د طالبانو سره یو ځای سو و، نن بیرته د خپلو ۳۰ نفرو سره حکومت ته تسلیم سو. د فراه امنیه قوماندان غلام محی الدین خیرخوا وایې، چي یادي ډلي ۶ عراده رینجر او مختلف ډول وسلې له ځان سره وړي وې، بیرته راوړي دي.