خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

افغانستان داساسي قانون څېړنه اوتشریح: شپږمه برخه

:افغانستان  داساسي قانون څېړنه اوتشریح

 AfghanistanConstitution Law Explaination and Analysis

  مؤلف

سیداحمدشاه انګار (ارغنداوی)

یوولسمه برخه

اتم څپرکی

اداره

اداره : د اجرائیه قوې دجوړښتونو او فعالیتونو مجموعې ته ویل کیږي.د حقوقو په ترمینولوژې کې هغو حکومتي خدماتوا وموسساتو ته ویل کېږی چي د هیواد چاري پرمخ وړي.

د ادارې منظور د عامه غوښتنو رفع کول دي. چي دا په اجرائیه قوې پوري اړه لري چي خپله یې اجراء کوي یا یې د خصوصي سکتور له لاري.

اداره عبارت له هغه ټولنیز نظام او د ځانګړو میتودونو له طرحی څخه ده،چي په هغه کې یو زیات شمېر وګړي د نسبتاً مشخصو اهدافو د لاسته را وړلو په موخه د یولړ پېچلو او مغلقو دندو په تر سره کولو کې بوخت دي.

د هیواد د اجرایوي، ورځنيو چارو، د پرمخ بیولو لپاره ادارې ته ضرورت دی ، په اداري لحاظ د هیوادعمومي چارې دوه ډوله دي ، یو مرکزي اداري چاري او بل محلي اداري چاري. د هیواد هغه ورځنۍ چاري چي دهیواد په ټولو خلکو پوري اړوند وي او له هغوی څخه ټول خلک یو ډول ګټمن او زیانمنېږي، هغوی ته مرکزي اداري چاري ویل کېږي. لکه د هیواد د خپلواکۍ ساتل، ازادي، د هیواد د مځکنۍ بشپړتیا ساتل ، له نورو هیوادونو سره د سياسي او ډیپلوماټیکو اړیکو نیول. او هغه چاري چي د هیواد په خاصو خلکو پوري اړه لري هغوی ته محلي اداري چاري ویل کېږي. لکه برېښنا، د ښار پاکوالی او داسي نور.

یو سلو شپږ دېرشمه ماده

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت اداره د مرکزي ادارې اومحلي ادارو د واحدونو پر اساس له قانون سره سم تنظیمیږي. مرکزي اداره پر ځینو اداري واحدونو ویشل کېږي چي د هري یوي په سر کي وزیر وي. د محلي ادارې واحد ولایت دی. د ولایتونو او مربوطه ادارو شمېر، ساحه، برخي او تشکېلات د نفوسو د شمېر، ټولنیزي او اقتصادي وضعي او جغرافیايي موقعیت پر اساس د قانون له لیاري تنظیمیږي.

تشریح او څیړنه:

په افغانستان کې د اجرائیه قوې اداره درې ډوله ده.

 اول مرکزي اداره : چي ددې ادارې هر واحد ته وزارت وايي او په افغانستان کې ۲۵ وزارتونه سته او مجموعه یی کابینه ده چي په راس کې یی و لسمشر دی ، لاندی يي دنومونو یادونه کوو.

۱.د بهرنیو چارو وزارت .

۲.د ملی دفاع وزارت.

۳.دکورنیو چارو وزارت .

۴.د مالیه وزارت .

۵.د عدلیه وزارت.

۶.د پوهني وزارت .

۷.د تجارت او  صنایع وزارت .

۸.د ټول ګټو وزارت .

۹.د اطلاعاتو او  کلتور وزارت .

۱۰.د عامی روغتیا وزارت .

۱۱.دکرهڼي مالدارۍ او اوبولګوني وزارت .

۱۲.د اقتصاد وزارت .

۱۳.دکانونو وزارت .

۱۴.دمخابراتو وزارت .

۱۵.دکلیو د پراختیا او بیا رغوني وزارت .

۱۶.د لوړو زده کړو وزارت .

۱۷.د اوبو او انرژۍ وزارت.

۱۸.د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت .

۱۹.د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت .

۲۰.د ښځو چارو وزارت .

۲۱.د ارشاد،حج اوقافو وزارت.

۲۲.د سرحدونو ،قومونو او قبایلو چارو وزارت .

۲۳.د ښار جوړولو وزارت .

۲۴.د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت.

۲۵.د نشیی توکو په وړاندی د مبارزې وزارت.

دوهم ډول یی محلی اداره ده

چي ددې ادارې هر واحد ته ولایت وايي چي ولایت بیا پر ولسوالیو ویشل کېږی.چي په افغانستان کې ۳۴ ولایتونه او ۳۶۵ ولسوالۍ دي.

درېیم ډول یی دښاری خدماتو اداره ده

چي ددې ادارې هر واحد ته ښاروالی وايي.

  • ښار : د کلتوري ، ټولنیزو، تخنیکې، او سياسي جوړښتونو مجموعه ده چي حد اقل د ۵۰۰۰ نفرو په حدودو کې اوسيدونکې ولري او د ماسټر پلان د تطبیق وړ وی.

همدارنګه په حکومت کې یوه خپلواکه اداره، د لویي څارنوالۍ ، ۱۱ خپلواک ریاستونه او ۴ خپلواک کمیسيونونه سته ، چي په لاندی ډول دي.

  • لویه څاروانوالی،چي د اساسي قانون به یوسلو څلور دېرشمی مادې کي یی ذکر راغلی.
  • د افغانستان بانک چي د اساسي قانون په دوولسمه ماده کې یې ذکر راغلی دی.
  • د ملی امنیت ریاست چي د اساسي قانون په څلور شپېتمی مادې کې یی ذکر راغلی دی.
  • د سرې میاشتی عمومي ریاست چي د اساسي قانون په څلور شپېتمې مادې کې یې ذکر راغلی دی.
  • د چاپیریال ساتني عمومي ملي ریاست.
  • د علومو د اکاډمۍعمومي ریاست.
  • د مرکزي احصائیه عمومي ریاست.
  • له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتیژۍ د تطبیق د څارني عالي اداره.
  • د بدني روزني او سپورت عمومي ریاست.
  • دجيودیزي او کارتو ګرافی عمومي ریاست.
  • د تفتیش او کنترول عمومي ریاست.
  • د کوچيانو د چارو د انسجام عمومي ریاست.

خپلواک کمیسيونونه عبارت دي له

۱.د اداري  اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسيون.

۲.د بشري حقوقو خپلواک کمیسيون.

۳.د ټاکنو خپلواک کمیسيون.

۴.د اساسي قانون پر تطبیق او څارنه خپلواک کمیسيون.

د یادولو وړه ده،چي د اساسي قانون د ۷۱ــــ  یمي مادې د حکم پر اساس، حکومت د وزیرانو څخه جوړ دی،چي په راس کې یی ولسمشر دی او خپلواک ریاستونه او کمیسيونونه د حکومت برخه نه ده او د وزیرانو د شورا په غونډو کې  برخه نسي  اخیستلای ، خو که خاص دعوت سوي وي او هم د ولسي جرګې له خوا نسي استیحضاح کېدای.

یو سلو اووه دېرشمه ماده

 حکومت د مرکزیت د اصل په ساتلو سره د اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي چارو د ګړندي کولو او ښه والي او د ملي ژوند په پرمختګ کي دخلکو د لازیاتي ونډي اخیستو په منظور، لازم صلاحیتونه د قانون له حکمونو سره سم محلي اداري ته سپاري.

تشریح او څیړنه:

حکومت د مرکزیت د اصل په ساتلو سره د خلکو د اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي چارو د چټکۍ لپاره محلي ادارې ته د نیمه مرکزیت په حیث واک ورکوي، یعني ولایت ته چي په راس کي يي والي قرار لري، یعني والي دهغي سيمي درئیس جمهور په حیث دی او د نیمه مرکز په اندازه صلاحیت لري چي صلاحیتونه يې د قانون له لاري تنظیمیږي.

یو سلو اته دېرشمه ماده

 په هر ولایت کي یوه ولایتي جرګه جوړیږي. د ولایتي جرګې غړي له قانون سره سم د نفوسو په تناسب، د آزادو، عمومي، پټو او مسقیمو ټاکنو له مخي د ولایت د اوسېدونکو له خوا د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي. ولایتي جرګه له خپلو غړیو څخه یو تن د رئیس په توګه ټاکي.

تشریح او څیړنه:

هر ولایت ځانته ولایتي شورا د نفوسو په تناسب، د آزادو، عمومي، پټو او مستقیمو ټاکنو له مخي خلک دې شوری ته د څلورو کلونو لپاره استازي ټاکي چي هغه بیا ځاته یو رئیس ټاکي.

یو سلو نهه دېرشمه ماده

 ولایتي جرګه ددولت دپرمختیايي هدفونو په تامین او د ولایت د چارو په ښه کولو کي لکه څنګه چي په قوانینو کي څرګند سوي. برخه اخلي او په ولایت پوري د مربوطو چارو په باب مشوره ورکوي. ولایتي جرګه خپلي وظیفې د محلي ادارې په مرسته سرته رسوي.

تشریح او څیړنه:

د ولایتي شوری وظیفه داده چي دولت د پرمختیايي هدفونو په تامین او د ولایت په چارو باندي د قانون مطابق څارنه کوي او د ولایت د چارو د پرمختګ لپاره مشورې ورکوي. او ټولي چاري یې د ولایتي شوراګانو د قانون له خوا سرته رسيږي.

یو سلو څلوېښتمه ماده

 دمحلي ادارې د چارو د سمون او په هغي کي دخلکو د فعالي ونډي اخیستو د تامین په مقصد، په ولسوالیو او کلیو کي د قانون له حکمونو سره سم جرګې جوړېږي. ددې جرګو غړي د آزادو، عمومي، پټو او مستقیمو ټاکنو له مخي د سيمي د اوسېدونکو له خوا د دریو کلونو لپاره ټاکل کېږي. په محلي جرګو کي د کوچيانو ګډون د قانون له حکمونو سره سم تنظیمیږي.

تشریح او څیړنه:

دا چي په ولسوالي کي د محلي ادارې، چاري سمي پرمخ ولاړي سي او خلک ددولت په چاروکي فعاله ونډه واخلي د ولسوالۍ او کلیو شوری ګاني له قانون سره  سم جوړیږي هغه هم دټولټاکنوله خوا او کله چي کومه ستونزه پیدا سي نو خلک يي د ولسوالۍ د شوری ګانو له لاري  حل کوي.

یو سلو یو څلوېشتمه ماده

 د ښاري چارو د ادارې لپاره ښاروالي تشکېلیږي. ښاروال او د ښاري مجلسونو غړي د آزادو، عمومي، پټو او مستقیمو انتخاباتو له لاري انتخابیږي. په ښاروالیو پوري مربوطي چاري دقانون له لیاري تنظیمیږي.

تشریح او څیړنه:

په هر ځای کې چي ښار وي، هلته باید ښاروالي هم وی. د ښاري ادارې لپاره هم باید انتخابات وسي او ښاروال انتخاب سي او د ښاري مجلسونو غړي هم باید انتخاب سي.

یو سلو دوه څلوېښتمه ماده

 دولت ددې اساسي قانون د حکمونو د تعمیل او د مندرجو ارزښتونو د تامین لپاره لازمي ادارې جوړوي.

تشریح او څیړنه:

دا د دولت وظیفه ده،چي ددې اساسي قانون د حکمونو د تعمیل او د مندرجو ارزښتونو د تامین لپاره ادارې جوړي کړي چي قانون تطبیق کړي.

ولسمه برخه

نهم څپرکی

اضطراري حالت

اضطراری حالت یوه دولتي اعلامیه ده چي د هغې له امله د درې ګونو قواووعادی  واکونه  ځنډول کېږي او هم د عامو خلکو عادي کړه وړه تغیر کوي او دولتي ارګانونه بېړني تدابیر نیسي ، او په داسي  حالاتو کې ځیني د اتباعو  حقوق هم ځنډول کېږي.

یوسلو درو څلوېښتمه ماده

 که د جګړې، د جګړې د خطر، وخیم اغتشاش او طبیعي آفاتو او یا ورته حالت له امله د خپلواکۍ او ملي ژوند ساتنه په هغه طریقه ،چي په اساسي قانون کي ټاکل سوې، نا شونې وګرځي، د جمهور رئیس له خوا د ملي شوری په تائيد د هیواد په ټولو او یا ځیني برخو کي اضطراري حالت اعلانیږي. که اضطراري حالت تر دوو میاشتو زیات دوام ومومي، د اوږدولو لپاره یې د ملي شوری موافقه شرط ده.

تشریح او څیړنه:

اضطراري حالت: هغه حالت دی چي د حکمي او حقیقي اشخاصو ازاده اراده نه سي، څرګندېدای.

اضطراري حالت دوه ډوله دی: خصوصي او عمومي.

  • خصوصي: چي د خصوصي افرادو په ژوند کي راځي :لکه : د یو چاد کور نړېدل.
  • عامه : هغه چي عامه اثرات لري او دټولي ټولني لپاره وي. چی دا هم پر دوه ډوله دی: قسمي او کلي.

۱.قسمي: چي صرف یو قسمت یا سیمه په بر کي نیسي.

۲.کلي : چي ټوله جامعه نيسي.

نوکه داسي حالات رامنځته سي،ولسمشر اضطراري حالت اعلانوي، د ملي شوری په تائید او که اوږدیږي، نو بیا هم له ملي شوری څخه تائید غواړي.

یو سلو څلور څلوېښتمه ماده

 په اضطراري حالت کي جمهور رئیس کولای سي دملي شوری او د ستري محکمې له رئیسانو سره په مشوره، د ملي شوری ځیني صلاحیتونه حکومت ته انتقال کړي.

تشریح او څیړنه:

داړتیا په صورت کې ولسمشر په اضطراري حالت کې کولای سي د ملي شوری د مجلسينو د رئیسانو په تائید ځیني صلاحیتونه حکومت ته انتقال کړي.

یو سلو پنځه څلوېښتمه ماده

 په اضطراري حالت کي، جمهور رئیس کولای سي چي د ملي شوری او د ستري محکمې د رئیسانو تر تائید وروسته، د اساسي قانون لاندیني حکمونه وځنډوياو یا قیود پرې ولګوي.

۱.د اووه ویشتمي مادې دویمه فقره؛

۲.شپږ دېرشمه ماده؛

۳.د اووه دېرشمې مادې درېیمه فقره؛

۴.د اته دېرشمي مادې دویمه فقره؛

تشریح او څیړنه:

ولسمشر په اضطراري حالت کي کولای سي د ملي شوری د دواړو مجلسونو او د ستري محکمې د رئیس په تائید د اساسي قانون هغه څو یاد سوي صلاحیتونه وځنډوي.

  • داووه ویشتمي مادې په دویمه فقره کې راغلي دي چي هیڅوک د قانون له حکمونو پرته تعقیبېدای، نیول کېدای او یا توقیفېدای نه سي. هیچاته سزا نسي ورکول کېدای مګر، د باصلاحیته محکمې په حکم او د هغه قانون له احکامو سره سم چي د اتهام وړ فعل تر ارتکابه مخکي نافذ سوي وي، په اضطراري حالت کې دغه واکونه ذیربطو ادارو ته ورکول کېږی او هغه شکلیات چي په قانون کې ذکر سوي دي نه رعایت کېږي.
  • سوله ایزي غونډي او لاریونونه چي د خلکو قانوني حقوق دي، په اضطراری حالت کې په بشپړډول منع کېږي یا هم محدودېږي.
  • د شخص استوګنځی له تېري څخه خوندي دی. هیڅوک د دولت په ګډون نسي کولای د استوګن له اجازې یا د واکمني محکمې له قراره پرته او بې له هغو حالاتو او لارو،چي په قانون کي ښوول سوي ، د چا کور ته ورننوزي یايې و پلټي. د څرګند جرم په مورد کي مسؤل مامور کولای سي د محکمې له مخکېنۍ اجازۍ پرته د شخص کورته ورننوزي یا هغه وپلټي، نوموړی مامور مکلف دی کورته له ننوتو یا پلټني وروسته، په هغه موده کي چي قانون يي ټاکي، د محکمې قرار تر لاسه کړي ، خو په اضطراري حالت کې دغه شکلیات چي په قانون کې ذکر سوي دي نه عملي کېږي.

یو سلو شپږ څلوېښتمه ماده

د اضطرار په حالت کي اساسي قانون نه تعدیلیږي.

تشریح

یعني په دې حالت کي څوک قانون اساسي نسي تعدیلولای، ځکه کېدای سي خپل په ګټه يي تعدیل کړي.

یو سلو اووه څلوېښتمه ماده

 که چيري دجمهوري ریاست دوره او یا د ملي شوری تقنیني دوره د اضطرار په حالت کي پای ته ورسيږي. د نویو انتخاباتو تر سره کېدل ځنډیږي او د جمهور رئیس او ملي شوری د غړیو د خدمت موده تر څلورو میاشتو پوري، تمدیدیږي. که اضطراري حالت تر څلورو میاشتو زیات اوږد سي. لویه جرګه د جمهور رئیس له خوا راغوښتل کېږي. د اضطراري حالت تر پای ته رسېدو وروسته، د دوو میاشتو د ننه انتخابات کېږي.

تشریح او څیړنه:

که په اضطراري حالت کي د جمهوري ریاست دوره یا د ملي شوری دوره پای ته ورسيږي، ددوی دوره تمدیدیږي او ولسمشر باید لویه جرګه راوغواړي او د اضطراري حالت تر ختم وروسته ددوو میاشتو په موده کي باید ټولټاکني وسي.

یوسلو اته څلوېښتمه ماده

د اضظراري حالت په پای ته رسېدو سره هغه اقدامات چي ددې اساسي قانون د (یو سلو څلور څلوېښتمي او یوسلوپنځه څلوېښتمي) مادې له مخي سوي، بې له ځنډه  له اعتباره لویږي.

تشریح

هغه اقدامات چي ددې اساسي قانون له خوا د اضطراري حالت لپاره راغلي، بیرته له اعتباره لویږي.