خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

له قبره زما په نوم یو ليک !

ليکوال: رحيم خان

ډیر خلک اوس هم د پښتون قام په هکله د تاریخ کتابونه وایي او بیا دا چي زموږ علمي تنده هم را ماته کړي نو په دې غرض یې پر فیسبوک خپل له فوټو سره پوسټ کړي او درخواستاََ حکم هم وکړې چي …
” کوم څوک چي د خپل قام په تاریخ نه وي پوهه نو هغه قام ورک سې نو ځکه تاسو هم زما په شان تاریخي کتابونه شپه او ورځ بلاناغه لولئ ”………. !

د ده په جواب کي پرون له قبره د ډنمارک نامتو فلسفي ” سورین کیرکیګارډ ” داسي خصوصي جواب ماته پر واټس ایپ را استولئ وو.

” ګرانه رحیم خانه، تاسو او ټولو پښتنو ته سلامونه او هیله کوم چي وطن به نور هم در باندي تنګ سوى وي او د دنیاوي دوږخ اور به مو اوس له بدن سره روح ته هم ښه کلک زیان رسولى وي.
ستا د نه لیدلي یار لیک مي ولید او د تاریخي کتابونو په باره کي مي د ده اشتیاق هم نوټ کړ، ستا یار د ستایني وړ دى چي په دې دومره مصروف ژوند کې اوس هم تاریخ وایي او نور خلک هم پاروي چي خپل خپل تاریخونه ولولي حالانکې تاریخ ورځ پر ورځ بدلیږي یعني پرون ۳۰ تاریخ وو او نٙن ۳۱. د پرون ورځ نٙن نه سو موندلئ البته که غواړو چې په نٙن ورځ کې سبا بیرته سفر وکړو نو به نٙن د سبا د جوړولو فکر کوو. یو وخت موږ هم په شمالي یورپ کې د پروني تاریخ پر تور خره سپاره وو او هر چا ته به مو زموږ د ډینیش یا ډنمارکي ” ادم خان او درخانۍ ” نقل کوو خو بیا په جرمني او اټلي کي یو چا له خوبه را پورته کړو او د سبا له حقیقت سره یې مخامخ کړو.
مختصرا دا چي موږ فکري جمود مات کړ، له تور خره را کښته سو، د ادم خان او درخانۍ د نقل کتاب مو بند کړ او ملا مو وتړه د سبا د لټون له لپاره چي روان سو او خپل تشخص جوړ کړو او د دې منډو ثمر اوس دا دئ چې با العموم په نور یورپ کي او با الخصوص په شمالي یورپ کي د امن، میني، علم او فکر شتمني ده.
پاته سواست تاسو، نو وروه په دا ۵۰۰۰ کلن تاریخ کې ۵۰۰۰ کاله نور هم ګډ کړه، خدائی مو د ایتهنز په فلسفیانو کي او د سپارټا په باتوره وطنپالانو کي شمار کړه خو له بده مرغه خدای د مړو دعا نه قبلوي او حقیقت دا دئ چي تاسو نَن ورځ هم د پرون په تاریخي کيسو کې بوخت یاست او د سبا فکر مو هیر دئ. د سبا ورځ چي انسان ژوندئ وي نو یو لوى حقیقت دئ، لمر هم د پرون په رڼا نه پېژندل کیږي او د نیکه ګټلى میراث هم د لمسي په تمه ساتل کیږي. میراث خو مو ښه مست میراث دئ. د تیل، ګیس، کوئله، کرومائیټ، رنګارنګو میوو، بهاندو اوبو او قدرتي موسمونو په شان ښائیسته نعمتونه لرئ البته که نه لرئ نو هغه د سبا د راتګ لپاره یو مظبوط او مربوط پلان نه لرئ. تاسو وطن هم پر توکل چلوئ… !
اوس په مخه ښه چي د جرمن فلسفې هیګل د لمسي زویي مړ سوئ دئ نو ټول یورپي فلسفیان نٙن د هغه قبر ته د ماتم لپاره ځو تر بل ليک پوري دي ستا ملګرى تاریخ نور هم و وایي او ته بیا د سبا ماتم کوه…!

ستا هیڅ هم نه – سورین کیرکیګارډ