خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

پامپیو: غني مو نه دی څنډي ته کړی!

واحد فقیري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي هغه رپورټونه چي وايي موږ اشرف غني د طالبانو سره په خبرو کي بای پاس سوی دی «غلط» دي. پامپيو وايي په افغانستان کي د امریکا سفیر جان بس هره ورځ له غني سره خبري کوي.

پامپیو زیاته کړه د طالبانو سره په خبرو کي پرمختګ راغلی دی. خو پامپیو وویل: افغانان باید د تشدد او مرګ ژوبلي په راکمولو کي خپل ږغ پورته کړي. ټول افغانان باید دا کار وکړي.

پامپیو علاوه کړه،«جمهورریس ټرمپ غواړي چي له افغانستانه امریکايي عسکر را وباسي. ټرمپ د امریکا ټولو ادارو ته امر کړی دی چي د امریکايي عسکرو په راایستلو کي خپله وظیفه اجرا کړي. همدا د خلیلزاد مکلفیت دی.» (واشنګټن ټایمز)

د اسټرلیا د پولیسو چاپه

د اسټرلیا پولیسو د یوه استرلیايي تیلویزیون پر دفتر باندي چاپه وهلې ده، ځکه دې تیلویزیون غوښتل چي په افغانستان کي د اسټرلیايي عسکرو د جنګي جنایاتو په اړه یو رپوټ خپور کړي. (اسوشیټد پریس)

تبصره: په افغانستان کي اسټرلیايي، امریکايي، انګریزي، او نورو خارجي قواوو بې شماره جنګي جنایات کړي دي. زیات ماشومان، ښځي، او بې دفاع ملکي کسان يې قتل کړي دي. آلان هم لګیا دي همدا جنګي جرمونه کوي. څه وخت پخوا، د جنایاتو بین المللي محکمې په افغانستان کي د امریکايي اشغالګرو عسکرو د جنګي جرمونو په اړه تحقیقات شروع کړل، خو وروسته د امریکا د تهدیدونو له وجي دا دوسیه وتړل سوه.

سیګار: هوايي بمباري او ملکي تلفات

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کي د هوايي بمباریو له وجي ملکي تلفات په ۲۰۱۸ کي د ۲۰۱۷ په پرتله ۶۱٪ ډېر سوي دي. دا په یوه کال کي د بمباریو له کبله د ملکي خلګو د تلفاتو تر ټولو جګ رقم او شمېر دی.
#DailyNews