خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د افغانستان کرکټ بورډ زیات تغیرات راوستلي دي

د افغانستان کرکټ بورډ نن سه شنبه په یوه خبري کنفرانس کي اعلان وکړ، چي د الف لوبډلی بهرنی روزونکی او د ملي لوبډلي پخوانی روزونکی (انډي مولز) به د غوراوي کمېټې مشر وي او له ده سره یو ځای پخوانی لوبغاړی مجاهد ځدراڼ هم د غوراوي د کمیټې مشر ټاکل سوی.
د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي خبري ناسته کي وویل، دوی دواړه به د افغانستان د ملي او الف لوبډلو لپاره لوبغاړي غوره کوي.
فضلي وویل، چي د کرکټ بورډ ادارې د پخوانيو څلورو غړو پر ځای هم نوي کسان ټاکلي دي.
د حکمت خلیل کرزي، اکلیل حکیمي، سید منصور سادات نادري او احمد شاه سنګدل پرځای ګلالۍ نور ساپۍ، ضیاالحق امرخېل، احمد جواد پیکار او د کرېکټ بورډ پخواني مشر شکرالله عاطف مشعل د کرکټ بورډ د نوي غړو په توګه ټاکل سوي دي.
په افغان کرکټ بورډ کي دا بدلونونه په داسي وخت کي اعلانېږي، چي ملي لوبډله په انګلستان او وېلز کي د نړیوال جام په سیالیو مصروفه ده.
افغان لوبډلي تر دې مهاله خپلي اولي درې لوبي بایللي دي او چندان ښه نه ده ځلېدلې، چي په داغه خاطر دوی پخپله او د کرکټ بورډ چارواکي له سختو نیوکو سره مخ سوي.
د یادوني وړ ده، چي شهزاد محمدي هم د بورډ له خوا د زخمي کېدو په خاطر د ملي لوبډلي څخه ایستل سوی دئ.