هسپانیې د سویډن څخه په اروپا کوالیپای کي لوبه وګټل
د (۲۰۲۰) اروپایي چمپېنشیپ کوالیپای یا غوراوي لوبو کي هسپانیې د سویډن څخه ۳ پر صفر لوبه وګټل.
دا لوبه چي د هسپانیې په کوربه توب د دوی د پایتخت ماډریډ په (سانټیاګو برنیباو) سټوډیوم کي وه، چي اوله نیمایي ئې صفر پر صفر مساوي سوه، خو په دوهمه نیمایي کي په (۶۴مه) دقیقه کي پر سویډن یوه فینالټي را و وتل، چي د هسپانيې کفتان سرخیو راموس هم ښه ګول کړه او لوبه ئې یو پر صفر کړه.
تر دې وروسته په (۸۵یمه) دقیقه کي پر سویډن یوه بله فینالټي هم را و وتل، چي (الوارو موراټا) ښه ګول کړه او لوبه ئې ۲ پر صفر کړه.
تر ده دوې دقیقې وروسته د هسپانیې (ميکېل اویازبال) هم یو ښه ګول سویډن ته ورکی او لوبه ئې ۳ پر صفر کړه، چي په داغه نتیجه هم د هسپانیې په ګټه د (۷۲۲۰۵) تماشچیانو په موجودیت کي خلاصه سوه.
د یادوني وړ ده، چي هسپانیې په ګروپ کي تر دې مهاله خپلي اولي څلوري لوبي ګټلي دي او په اول مقام کي (۱۲) نمرې لري، خو سویډن دوې ګټلي، یوه مساوي کړې او یوه بایللې ده او په دوهم مقام کي اووه نمرې لري.