خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په ښځینه فوټبال نړیوال جام کي کاناډا د کېمرون څخه لوبه وګټل

کاناډا د (۲۰۱۹) په نړیوال جام کي د کېمرون سره لوبه درلودل، چي ۱ پر صفر کاناډا وګټل.
لوبه د کوربه هیواد فرانسې په (لا ماسون) سټوډیوم کي وه، چي د اولي نیمایي په آخیره دقیقه کي د کاناډا (کاډیشا بیوکانان) په هیډ یو جالبه ګول کېمرون ته ورکی او لوبه ئې ۱ پر صفر کړه، چي وروسته بیا د یوې لوبډلي له خوا هم ګول نه دئ لګېدلی او لوبه ۱ پر صفر د کاناډا په ګټه خلاصه سوه.
د ښځینه وو فوټبال نړیوال جام دا اتمه دوره ده، چي لوبي ئې کیږي، ښځینه نړیوال جام اول وار په (۱۹۹۱)م کي وسو، چي تر هغه را وروسته ئې په هرو څلورو کلونو کي پرله پسې لوبي کیږي او د نړۍ (۲۴) هغه هیوادونه ګډون پکښي کوي، چي دې لوبو ته ځان کواليپيای کړي.