وسله والو طالبانو د افغان حکومت له زندانونو د خپلو یو شمېر زندانیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی دئ
دغي ډلي په یوه اعلامیه کي ویلي چي طالبانو تل د حکومت له نیول سوو کسانو سره د بند پر مهال ښه چلند کړی او د حکومت له خوا د طالب بندیانو د ازادېدو هرکلی کوي، او د دې لړۍ د دوام غوښتنه یې کړې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کوچني اختر په ورځ د کابو ۹۰۰ طالب زندانیانو د خوشي کولو اعلان کړی وو. په تيرو دوو ورځو کی افغان چارواکو له دې ډلي د لسګونو طالبان زندانیانو د خوشي کولو خبره کړې.
خو طالبانو رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کي ویلي، چي د دوی د معلوماتو پر اساس له ۸۸۷ کسیز ليست څخه یوازي ۲۶۱ یې په دوی پوری تړاو لري.
طالبان په دغه اعلامیه کي وايي چي پاتي نور یې افغان حکومت او امریکايي ځواکونو په بېلا بېلو ځایونو کي د چاپو پر وخت، یا له لویو لارو او یا هم د ناسمو معلوماتو پر اساس نیولي او دا کسان په جګړو کي ښکېل نه وه.
پرون دوشنبه د کورنیو چارو وزارت یوې باوري سرچینې وویل، له پرون راهیسی د ننګرهار، فاریاب، کاپیسا، بغلان، لغمان، کونړ او پکتیا له بندیخانو څخه ۶۸ طالب بندیان ازاد سوي دي.
د يادي سرچینې په وینا ټاکل سوې ده، چي په روانه اوونۍ کي د پل چرخي په ګډون له څو نورو محبسونو هم لسګونه بندیان ایله سوي دي.