عبدالله مصباح د چارو د ادارې د پارلماني چارو د عمومي رئیس په توګه ټاکل سوی دئ!
عبدالله مصباح د جمهوري ریاست د چارو د ادارې د پارلماني چارو عمومي رئیس په توګه په فوق بست کي ټاکل سوی دئ. ښاغلي مصباح د ماسټرۍ تر کچي لوړي زده کړي لري، د ښو اخلاقو او پوره کاري تجربې خاوند دئ او تر دې وړاندي یې په کندهار ولایت مقام، د بهرنیو چارو وزارت، د ولسمشر د پروګرامونو او تشریفاتو ریاستونو او د ولسمشر د ولسي اړیکو په دفتر کي د د فتر د ریئس تر کچي لوړو پوسټونو کار کړی دئ.