بیګانه شپه: عطایي ملا
شاعر : عطايي ملا
انځورګر : حماد هوتکي
کله کله مي سي يادي، هغه تللي هغه ښه شپې
د هېر سوي خوب څو ټاپي، دماضي نشه نشه شپې
سحر ټوله هيله هيله، ماښام ټوله بخښه! بخښه!
هغه ټول تسبيح تسبيح ورځ، هغه ټول توبه توبه شپې
د سرمست حُسن لمنه ، د بدمسته سر خوبونه
هاچي هرجام دوه منى وو، په خُمونو پيمانه شپې
څنګه ورکه سوې په شپو کي، څنګه ډوبه سوې تيارو کي
د زمان د هار زينته ! د يادونو دُردانه شپې!
ويده بخت دي لا ويدۀ کړ، د بېوس ملنګ دوهۍ کي
هيڅ يو هَل دي کارګر نه سو، د مردانو نذرانه شپې
چي سکوت دنېستۍ مات سي، او څۀ شور دهستۍ جوړ سي
تويَوم د ژوند په جام کي، د مرګي دانه دانه شپې
څو چي وي د ځمکي پوله، څو چي وي د آسمان خونه
په رنځونو به تېرېږي،دا د ميني افسانه شپې
څو چي وي نوخيزه حُسن، څو چي وي لېواله تنده
تل به دا شوګيره خيال وي، تل به وي دا رندانه شپې
که له غاړي نه ئې تاو سوم، که لمنه کي ئې توى سوم
نه د وصل ورځ ودرېږي، نه سوې خپلي بېګانه شپې