غزل: پروفیسر راز

غزل
۔۔۔۔۔
شاعر : پروفېسر رازمحمد راز
۔۔۔۔۔
شاعر : پروفېسر رازمحمد راز
په لمرینو پلو مي ښاد کې د ژوند خدایه
ویجاړ دښت یم ما آباد کې د ژوند خدایه
د خپل ذات تر صحن هسکه درخته راکړې
د روح بوټی مي شمشادکې د ژوند خدایه
چي صورت د شیرینو په ځان کي نقش کړم
ویښ په روح کي مي فرهاد کې د ژوند خدایه
ما د خپل زمان مکان تر حده خدای کړې
ما د ځان په شان آزاد کې د ژوند خدایه
د دښتو د روح په څېر مي رښتنی کړې
نوی زما برپا میلاد کې د ژوند خدایه