هیواد والو! خلیل جبران
ژباړه: عصمت الله زهير
ولي موږ چي دا هرڅه رغولي دي
مرګ به یې فناکړي
او زموږ ټکي به
په هواکي تحلیل سي
او زموږ اعمال به په تیاروکی ډوب سي ؟
نوڅه هم دا ژوند دی
څه زموږ به زړونو کي پراته حسرتونه
او زموږ روح ځورونکي شیان
ټول در ټوله به فنا سي ؟
……………
اې زما ملګرو! خپلي اوښکي پاکي کړی
او خپل لاسونه دا ډول پورته کړی
لکه سهار وختي چي ګلان غوړیږي
او وګورو د مرګ مرغه به د رڼا پرتمبه ناست وي
زما د بستر او د خلا تر منځ
……………….
ماته ،زما ماته
زما ځلېدونکې توره او ډال
ما دا ستا په سترګو کي ولوستل
تخت ته رسېدل د مریتوب نخښه ده
……………
فطرت لره مرګ نسته
نه یې کوم قبر سته
د سپرلي موسم خو تېر سي
د مسرت ډالۍ یې موجود پاته وي
…………….
زما هیواد والو !تاسو لماڅه غواړی
څه تاسو په پېشو بازۍ مطمین کړم
یا که د خپل ځان د خوشالولو په خاطر د زمري په څېر وغړمبېږم ؟
ما ستاسو په خاطر سندري وبوللې
لاکن تاسو ورته و نه نڅېدل است
ماستاسو په وړاندي وژړل
لاکن تاسو چوپ واست !