خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د خیال حرامیتوب

د خیال حرامیتوب…

لیک : رحیم خان

دا څومره د خوښۍ خبره ده چي انسانان د یو او بل د زړه په حال نه دي خبر او هم داسي د خدای شکر دی چي زموږ خیرن خیالات هم زموږ رنګه په شلو خیرنو جامو کي پټ د پارسائیت ژوند کوي …
که څه هم په باطن کي کیسه ډېره کړکیچنه ده، د خیال حرامیتوب ډېر خوندور رجهان دی، د خیال له لیلا سره خیالي جنسي تعلق هیڅ کله هم د مجنون (پلار) پر وږو نه وي بوج او بیا نه د نکاح لوازمات او نه د طلاق جنجال !
اتلس (۱۸) کاله کیږي چي د خیال هغه حرامي زوی چي د کافکا د مور په شیدو یې داسي لږ روزنه سوې وه اوس هم د دې قابل نه دی چي ځان ته یو نوم ولري او یا بل داسي شناخت (کتاب) … ! ….، زه دا منم چي کوم څه ما لوستل غوښت هغسي نه سو وه…
ما ته هم رد شده کتابي مواد په لاس راغی او ناحقه مو د یو چا شیدې هم ور ضایعه کړې….
د دې سزا به څه وي ساقي؟
هغه ټول اوږدو سفرونو، هغه بې شمېره کتابونو، هغه په زرهاو جنسي خوبونو او هغه د توره شپو خیرن فکرونو په ګډه هم یوه داسي نطفه نه کړه جوړه چي زه دي ور باندي فخر وکړم …
افسوس ټوله غسلونه ضایعه سول…. اوبه ختم سوې خو بدن نه سو صفا، د هغه تور صابن د سپین ځګ ګناه د چا په غاړه؟
په سکاټ لینډ کي چي به یوه سپین ږیري انګرېز زه ولیدم نو به یې دا خامخا ویل ” چي ټولنه په دروغجنو خلکو ښایسته وي ” ….. زه پوهیدم چي ده چا ته دروغجن ویل…
یو وخت زما دروغجن طبیعیت د هغه و فکر او اقتصاد ته د ۷۵ پاونډو زیان ور اړولی وو او ما ته یې د ۱۷۵ پاونډو ګټه…. ښه ګټه نه وه؟
ادیب صاحب، ستا کتاب کي داسي څه سته چي قیمت یې ۱۵۰۰ روپۍ دی؟
او دلته دا حال دی چي له کتاب سره تېر سوی هغه اتلسم کلن سېکس دومره زرخیزي هم نه لري چي یوه مروره او ډنګره نطفه ترې جوړه سي…
د ازل ساقي دا کیسه ده؟
هغه صاحبِ کتاب ته سور سلام چي پرون د کاینات له بطنه را ووت، سترګي یې وکړې او ځان یي د ” من ترا حاجي ” په مستو میو مست کړ…..
دا ستا حق دی ! بکواس باید د ادب برخه سي …
د ساقي ښایسته لاسونه او د تاک بربنډه لور……
عروج در عروج نتیجه ، د خیال حرامیتوب!