خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د افغانستان شرم آوره صحي نظام

واحد فقیري

په افغان سوشل میډیا کي د هغه بد اخلاقه پولیس ویډیو زیاته توجه ورجلبه کړې ده چي د پاکستان د سفارت مخته يې د خپلو وطنوالو سره حیواني برخودر کاوه. دا ځوان پولیس لکه یو درنده حیوان د خلګو په ډبولو او توهینولو کي له هیڅ شي څخه دریغ نه کوي. په عام محضر کي د یوه پولیس دا راز چلن ګرده امنیتي نظام تر سوال لاندي‌ کوي.

کله چي یو پولیس په سپینه ورځ د خپلو خلګو سره داسي غیر انساني چلن کوي، هغوی به د بندو دروازو تر شا په محبسونو، توقیف خانو، او نورو حکومتي دفترونو کي د عامه خلګو سره څرنګه سلوک کوي؟

د یوې احصاییې پر اساس، د کابل رژیم د کاله فقط ۳٪ فیصده بودجه پر صحت باندي لګوي، مانا هر کال پر هر افغان باندي فقط پنځه ډالره مصرفوي. د کابل رژیم د بودجې لویه برخه پر جنګ لګوي.

څرنګه چي د افغانستان صحي نظام د سترو مشکلاتو سره مخامخ دی، نو لهذا زیات افغانان د تداوي لپاره پاکستان ته ځي. تېر کال، د پاکستان سفارت او قونسلګریانو افغان مریضانو ته ۶۱۷۳۱ (شپېته زره) ویزې صادري کړي وې. هره ورځ، د پاکستان سفارت او قونسلګریانو ته قریب ۵۰۰۰ (پنځه زره) درخواستۍ کېږي، او هره ورځ ۱۴۰۰ (څلورلس سوه) ویزې ورکړل کېږي.

په افغانستان کي د پاکستان سفیر، زاهد نصرالله خان، وايي،«هر کال یو لک افغانان پاکستان ته د تداوي لپاره سفر کوي.»

د کابل فساد رژیم پدې ۱۸ کالو کي پدې و نه توانېدی چي دننه په افغانستان کي د افغان مریضانو لپاره څو عصري روغتونونه جوړ کړي، او د افغان مریضانو لپاره دننه په هیواد کي د علاج اسانتیاوي برابري کړي.

پنځه کاله کېږي چي اشرف غني د هوايي دهلیزونو په جوړولو لګیا دی، خو د یو څو عصري روغتونونو د جوړولو لپاره يې هیڅ عملي اقدام نه دي کړی. مګر د بیا انتخابېدو تمه هم لري!