په روزګان کي ملي اردو د وسلو ډک کانټینر نیولی دئ.

په روزګان کي ملي اردو د وسلو ډک کانټینر نیولی دئ.
په سويل کي د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحی علوي وایي چي ياد کانټينر د روزګان مرکز ترينکوټ د “ده یک ” په کلي کي د افغان ځواکونو لخوا د تلاښۍ پر مهال نيول سوی.
علوي وویل په کانټنر کي سپکي او درنې وسلې، مخابرې، چاودېدونکي توکي او د سپکو او درنو وسلو سلګونه مرمۍ ځای پر ځای سوي وې.
نوموړي وویل وسله والو پلان درلود چي له دغو وسلو څخه په روزګان کي د لويو بریدونو لپاره کار واخلي.
تراوسه طالب وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.