په غزني کي نامعلومو وسله والو یو ښوونځی سوځولی.

په غزني کي نامعلومو وسله والو یو ښوونځی سوځولی.
د غزني د پوهني رئیس محب الرحمن انصار وايي چي ددغه ولایت د ارزو په سیمه کي نامعلومو وسله والو د نجونو او هلکانو یو ښوونځی سوځولی.
د غه ښوونځی چي یوې امنیتي پوستې ته نژدې په یوه کرایه کور کي جوړ سوی وو، د سوځېدلو لامل ئې نه دی څرګند.
بلخوا امنیتي مسئولین وايي چي د پېښي څېړنه کوي.