د افغانستان سوداګرۍ خونه غواړي، زر ټنه هندوانې اذربایجان ته واستوي.

د افغانستان سوداګرۍ خونه غواړي چي زر ټنه هندوانې اذربایجان ته واستوي.
ددې خوني د ویاند جان آقا نوید په وینا ډیر ژر به د صنعت او تجارت وزارت سره په ګډه زر ټنه هندوانې اذربایجان ته ولېږې.
دا اقدام وروسته له هغه کیږي چي د هېواد په ډیرو ولایاتو کي د مېوو بیه ټیټه سوې او افغان بزګرانو ئې په اړه شکایت کړی.
خو جان آقا وايي چي د افغان بزګرانو محصولاتو ته به د بازار موندني په برخه کي له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.