طالبانو په چین کي خبري خلاصي کړې
واحد فقیري
طالب مشرانو په بېجېنګ کي د چینايي مقاماتو سره خبري پای ته ورسولې، او چینايي چارواکو ته يې ویلي دي چي د امریکا سره به یې د سولي د مذاکراتو له جریان او جزییاتو څخه باخبره ساتي.
دوې ورځي کېږي چي طالب مشران د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د چینايي مقاماتو سره په خبرو لګیا ول. طالبانو د دې ملاقاتونو په اړه رسما څه نه دي ویلي، خو هغوی غواړي چي د افغانستان د سولي په برخه کي د مقتدرو هیوادونو سره خپل معلومات شریک کړي، او د هغوی له نظریاتو او اندېښنو څخه باخبره سي.
د سیمي ماهران باور لري چي چین به د افغانستان د سولي په پروسه کي مثبت نقش ولوبوي، ځکه چين په افغانستان کي د نظامي مداخلې سابقه نه لري.
په داسي حال کي چي د افغانستان د سولي خبري حساسي مرحلې ته رسېدلي دي، طالبان کوښښ کوي چي خپله سیمه ایزه دپلوماسي فعاله کړي. روسیې او چین ته د طالب مشرانو سفرونه دا ښيي چي هغوی غواړي پر امریکا باندي دپلوماتیک فشار زیات کاندي. (ډیلي ټایمز)