ټاکل سوې ده چي امریکایان او طالبان په قطر کي ټاکونکي مذاکرات پیل کاندي
واحد فقیري
ټاکل سوې ده چي امریکایان او طالبان به بله هفته په قطر کي ټاکونکي مذاکرات پیل کاندي. دا مذاکرات په داسي وخت کېږي چي د افغان جنګ د فیصله کولو لپاره عمومي توقعات نهایت جګ سوي دي. پدې حیاتي مذاکراتو کي به د اشرف غني حکومت د پخوا په شان شرکت و نه لري.
د طالبانو ویاند سهېل شاهین هغه ادعاګاني ردوي چي وايي د طالبانو او امریکایانو تر مینځ مذاکرات بن بست ته رسېدلي دي. هغه وايي،«زه فکر نه کوم چي مذاکرات دي جام سوي وي. ډایالوګ تدریجي او دوامداره پرمختګ کوي.» هغه علاوه کوي،«هیلمن یم چي د خارجي قواوو د وتلو د تقسیم اوقات د اعلام سره سم به دا خبري کش او موسم واخلي. د بین الافغاني خبرو لپاره به لاره اواره کړي، او د یو راتلونکي اسلامي نظام او حکومت لپاره به د لاري نقشه ترسیم کاندي.»
خلیلزاد هم پدې وروستیو کي ویلي دي چي غواړي د سولي د خبرو دوه مهم جزونه نهايي کړي، خو هغه دا هم ویلي چي د موفقیت لپاره باید ټول طرفونه انعطاف او نرمښت وښيي. (امریکا ږع انګلیش)
واشنګټن پوسټ: طالبانو د حملې مسولیت ومنی، خو پامپیو ایران ملامتوي
په کابل کي د مې پر ۳۱ باندي پر امریکايي کاروان باندي یوه انتحاري حمله وسوه. پدې حملې کي څلور افغان لارویان ووژل سول، او څلور امریکايي عسکر او درې ملکي امریکایان سرسري ټپیان سول. سمدستي د دې حملې مسولیت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ومنی.
مګر دوې هفتې راوروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپيو، د دې حمله پړه پر ایران باندي په داسي وخت کي واچوله چي د واشنګټن او تهران تر مینځ تشنج او دوښمني مخ پر زیاتیدو ده.
پر ایران باندي د پامپیو دا الزام د سیمي څارونکي هک پک کړي دي. د امریکا خارجه وزارت د پامپيو د تور په اړه د نورو تفصیلاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.
یو امریکايي مبصر وايي،«که چیري په رشتیا ایران په افغانستان کي پر امریکايي عسکرو باندي حمله کړې وای، دا خبر به سمدستي د مطبوعاتو سرخط سوی وای.» (واشنګټن پوسټ)