ټرمپ: په افغانستان کي به زموږ عسکر ډېر ژر (۸۰۰۰) ته راکښته سي
ټرمپ د ټایم مجلې سره په تازه مرکې کي ویلي دي چي کله سپیني ماڼۍ ته ننوت، په افغانستان کي (۱۶۰۰۰) امریکايي عسکر ول، خو اوس (۹۰۰۰) عسکرو ته راکښته سوي دي. او ډېر ژر به پدې برخه کي نور ښه خبرونه هم خپاره سي.
هغه وايي زه تل د عراق د جنګ مخالف وم، او دا یوه ستره اشتباه وه. (ټایم مجله)
د شانګهای د همکارۍ د سازمان سر منشي وايي د افغانستان د لانجې د فیصله کولو یوازنۍ لاره سیاسي ډایالوګ او د سولي همه شموله پروسه ده. ښاغلي ویلادمیر نوروف زیاته کړه،«د دې سازمان غړي هیوادونه باور لري چي د افغانستان د کشالې ژر تر ژره حلول د دې سیمي د امنیت او ثبات د ټینګولو لپاره حیاتي اهمیت لري.» (تاس)
واحد فقیري