خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

پامپیو: امید دی چي د سپټمبر تر اولي مخکي سوله وسي

پامپیو: امید دی چي د سپټمبر تر اولي مخکي سوله وسي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو په یو نا اعلام سوي سفر کابل ته تللی دی،‌ څو هلته د اشرف غني سره د سولي په باب خبري وکړي.

پامپیو فقط اووه ساعته په کابل کي وو. پامپیو په داسي وخت کي کابل ته ځي چي د جون پر ۲۹ به د خبرو اووم روانډ شروع سي.

پامپیو وايي،«زه امید لرم چي د سپټمبر تر اولي مخکي د سولي موافقه وسي. همدا یقنا زموږ ماموریت دی.»

هغه علاوه کړه،«موږ طالبانو ته په ډاګه ویلي‌ دي چي موږ چمتو چي خپل قواووي وباسو، خو زه باید دا هم ووایم چي موږ تر اوسه پوري پر تقسیم اوقات باندي موافقه نه ده کړې. موږ موافقه کړې ده چي په افغانستان کي سوله زموږ ټاپ لومړیتوب دی،‌ او افغانستان بیا باید هیڅکله د تروریزم په ځالګۍ بدل نه سي.»

پامپیو وايي امریکا او طالبان د سولي د موافقې مسودې ته بېخي نژدې سوي دي.

پامپیو د اشرف غني د افغان سیاسي مخالفانو سره هم وکتل

واحد فقیري