امریکايي جنرال: په افغانستان کي د امریکا درې ستر اشتباهات
واحد فقیري
د متحده ایالاتو د اردو متقاعد جنرال، ډانلډ بولډک د جون پر ۲۳ د امریکا په مشهور نظامي اخبار، میلیټري ټایمز، کي لیکي جنګ تل د اشتباهاتو او غلطو قضاوتونو سره مل وي. همدا د جنګ فطرت دی. ځیني اشتباهات د جنګي شرایطو په بدلون پوري اړه لري، او ځیني نور په نظام او سیسټم پوري تعلق لري. متحده ایالاتو په افغانستان کي د پام وړ اشتباهات کړي دي.
جنرال بولډک لیکي واقعیت دا دي چي د افغان ګرده جنګ له اشتباهاتو ډک دی، او همدا وجه ده چي «کامیابي» ورکه او نامعلومه ده. که څه هم د امریکا پوځ په افغانستان کي په تاکتیکي لحاظ ښه وځلېدی، خو د امریکا سیاسي مشران او عالي رتبه جنرالان پدې جنګ کي ناکامه سول. ځکه هیڅکله ښه تاکتیک بده ستراتیژي نه سي سمولای. په افغانستان کي زموږ ستراتیژیکه بې ثباتي د حد اقل ثبات راوستلو مخه ونیوله. خو له بده مرغه د هیچا سره د دغو اشتباهاتو په ارتباط حساب او کتاب و نه سو. نو لهذا، ښه به دا وي چي موږ له افغانستانه راووځو.
اوله غټه اشتباه
په افغانستان کي زموږ لومړۍ ستره اشتباه دا وه چي موږ د افغانستان په جګو او تنګو درو کي خپل عسکر ورننه ایستل. موږ د شورويانو د عسکرو ټولو د عبرت درسونو ته شا کړه. موږ غوښتل چي پر افغانانو باندي امریکايي د حللاره تحمیل کړو. موږ افغانانو ته اجازه ور نه کړه چي خپل مشرتوب خپله وکړي، بلکي موږ د هغوی اوږد تاریخ ته هیڅ توجه و نه کړه. موږ ډېر ژر دا هېره کړه چي ولي افغانستان ته د امپراتوریو «هدیره» وايي، او ولي برتانویان او شورویان هلته مات او توهین سول.
موږ دا هم هېره کړه چي که څه هم افغانان مرستو ته اړتیا لري، خو که چیري خارجي عسکر د هغوي په ملک کي زیات پاته سي، افغانان د هغوی پر ضد خامخا قیام کوي. موږ د دې پر ځای چي په افغانستان کي اول ښه کلک تهداب جوړ وکړ، موږ لومړی بام او چت جوړ کړ. همدا وجه ده چي له اولي ورځي څخه بیا تر نن پوري دا بام چکک کوي.
دوهمه ستره اشتباه
موږ په افغانستان کي طالبانو ته له ۲۰۰۳ څخه بیا تر ۲۰۰۹ پوري اجازه ور کړه چي بیا سره راغونډ سي، او بیا را ژوندي سي. د عراق جنګ زموږ توجه او منابع بل طرف ته واړولې. په ۲۰۰۴ کي، طالبان بیا سره منظم سول، او په کلیو کي يې د خلګو د حمایت د حاصلولو په غرض فعالیت پیل کړ. په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ کي طالبانو د افغانستان په ګوټ ګوټ کي د ټېک ځای پیدا کړ. له ۲۰۱۰ څخه بیا تر ۲۰۱۳ پوري، موږ د سرچ په ټال کي زنګېدو، او زیات عسکر مو افغانستان ته واستول. که څه هم زموږ څه پرمختګ وکړ، خو له بده مرغه له ۲۰۱۳ څخه بیا تر نن ورځي پوري موږ خپل ټول موفقیتونه له لاسه ور کړل.
درېیمه لویه اشتباه
موږ پدې ۱۸ کالو کي پدې و نه توانېدو چي د افغانستان د مخدره موادو مشکل حل کړو. په افغانستان کي د مخدره موادو کاروبار ښه په شرپ روان دی، او طالبان لدې لاري زیاتي روپۍ ترلاسه کوي.
د مخدره موادو د مخنیوي لپاره یو ښه عملي حل دا وو چي همدا صنعت قانوني سي، او د کوکنارو څخه په طبابت کي استفاده وسي. دې کار به هم زیات خلګ استخدام کړي وای، او هم به د نورو زراعتي بدیلونو لپاره زمینه مساعده سوی وای. خو موږ دا کار و نه کړ، بلکي ډېر ژر مو حوصله له لاسه ورکړه.
مرکزي او جنوبي اسیا د جهان هغه سیمي دي چي هلته تروریزم، افراطیت، د عامي تباهۍ وسلې، او جنګونه پریمانه موجود دي. متحده ایالات او ناټو مجبوره دي چي پدې سیمه کي خپل ستراتیژیکي اهداف او ګټي مشخصي کړي، او یوه داسي عملي ستراتیژي معرفي کړي چي زموږ ګټي راوساتي. د دې ستراتیژي انکشاف دا ایجابوي چي موږ هغه کارونه وکړو چي موږ يې کولای سو، او هغه کارونه چي افغانان يې کولای سي، هغه هغوی ته ور پرېږدو.