د خلیلزاد نوي ټویټونه
واحد فقیري
د تاجکستان په سر ښار دوشنبې کي مي ښه وخت تېر سو. پدې دوو ورځو کي مي د جمهورریس رحمانوف او د هغه له مشاورینو سره ملاقاتونه وکړل. موږ موافقه وکړه چي د افغانستان د سولي په ارتباط به همکاري سره کوو، او پر دې مو هم خبري سره وکړې چي څرنګه د سولي په راتګ سره د سیمي د اتصال او اقتصادي ادغام څخه بهتره استفاده وکړو.
پدې سفر کي، د تاجکستان ملي موزیم ته هم ورغلم، او هلته دا بېخي راته څرګنده سوه چي د دې سیمي تاریخ، کلتور، ژبه، او تمدن سره مشترک دی. که څه هم دا منطقه د څه وخت لپاره سره جلا سوې وه، خو اوس بېرته په داسي وخت کي سره راغونډېږي چي موږ په افغانستان کي د سولي د راتګ په لټه کي یو.
تبصره: خلیلزاد به فقط دوې ورځي وروسته په قطر کي د طالبانو سره د سولي خبري شروع کړي. ټاکل سوې ده چي دا روانډ خبري به ټاکونکي وي.
په افغانستان کي د امریکا د خارجه وزیر، ښاغلي پامپیو، له څرګندونو څخه ښکاري چي واشنګټن به ډېر ژر د خپلو قواوو د وتلو نېټه او تقسیم اوقات اعلام کړي، ځکه امریکا د افغان له جنګه ستړې او توبه ګاره سوې ده.