کابلوف: روسیه، امریکا، چین، پاکستان، او ایران به سره جرګه سي

کابلوف: روسیه، امریکا، چین، پاکستان، او ایران به سره جرګه سي
د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازی، ضمیر کابلوف، وايي چي د جولای په میاشت کي به د روسې، امریکا، چین، پاکستان، او ایران استازي د افغانستان په اړه سره جرګه سي.
هغه وايي،«پدې ملاقات به د روسیې، چین، امریکا د استازو علاوه د پاکستان او ایران استازي هم ګډون ولري.» مانا تر پخوا به يې فورمټ پراخ او همه شموله وي.
د افغانستان په اړه وروستی بین المللي مجلس د اپریل په میاشت کي په مسکو کي وسو.
واحد فقیري