کابل ته د پامپيو نااعلام سوی سفر او امریکايي مطبوعات
واحد فقیري
وال سټریټ ژور نال د جون پر ۲۶ لیکي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پاميپو، وايي چي په افغانستان کي «د سولي وخت رارسېدلی دی»، او امید لري چي تر سپټمبره پوري د سولي موافقه وسي. هغه په کابل کي وویل چي د افغان په سوله کي پاکستان مهم نقش لري. هغه زیاته کړه چي امریکا او طالبان د سولي د موافقې مسوده تکمیله کړې ده، او هغه دا چي خارجي عسکر به له افغانستانه وځي، او دوهم دا چي بیا به د افغانستان خاوره د ترورستي حملو لپاره نه کارول کېږي. پامپیو وویل چي د امریکا او طالبانو تر مینځ موافقه به بین الافغاني خبرو او د قدرت وېش ته لاره اواره کړي.
وال سټریټ ژورنال لیکي د طالبانو سره په خبرو کي خلیلزاد د سپټمبر اوله د موافقې د کولو لپاره ټاکلې ده. پامپیو په خپلو خبرو کي وویل،«موږ به طالبانو سره د افغانانو او افغان حکومت په نماینده ګي خبري و نه کړو.»
واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ د جون پر ۲۵ لیکي پامپیو هند ته روان وو، خو په کابل کي هم تم سو. هغه هڅه وکړه چي افغانانو ته وايي چي امریکا به يې ترک نه کړي، او امریکا به خپل کومکونو ته دوام ورکړي. هغه وویل،«موږ کوښښ کوو چي افغانان پر یوه مېز راغونډ کړو، څو د خپل ملک مستقبل په خپله وټاکي. دا به یو ستر مېز وي. دا حیاتي مسله ده چي پر دې مېز به نه یوازي طالبان او د افغان حکومت ناست وي، بلکي د مخالفو احزابو نماینده ګان، د مدني ټولني استازي، او د ښځو او ځوانانو نماینده ګان به هم په کښې شامل وي.»
واشنګټن پوسټ لیکي چي پامپیو د ایران په باب هم لنډ بیان وکړ، هغه وویل،«دا د ایران په ګټه نه ده چي د سولي پروسه تخریب کړي. زما امید دا دی چي ایران دا مسله درک کړي، ځکه د سولي د پروسې پرمختګ د سیمي د ټولو هیوادونو په ګټه ده.»
واشنګټن ایګزامینر
اخبار د جون پر ۲۵ لیکي پامپیو وايي موږ طالبانو ته ویلي دي چي امریکا چمتو ده چي خپل عسکر وباسي، «خو موږ تر اوسه پوري پر تقسیم اوقات باندي موافقه نه ده کړې.» پامپیو علاوه کړه چي د طالبانو سره د تروریزم په برخه کي موافقې ته بېخي نژدې سوي دي. پامپیو وویل،«ما نن ورځ څو ملاقاتونو لرل، او پدې مجلسونو کي مو پر دې بحث وکړ چي څرنګه په آینده کي په افغانستان کي خپل دپلوماتیک، امنیتي، او انکشافي حضور وساتو.»
واشنګټن ایګزامینر لیکي د امریکا دیموکرات سناتور، جک ریید، وايي،« که څه هم طالبانو کش کړی دی، خو حالات بن بست ته رسېدلي دي. طالبان زیاتي سیمي کنټرولوي، او کرار کرار ښارګوټي لاندي کوي.»
اسوشیټډ پریس
اسوشیټډ پریس لیکي پامپیو په کابل کي د اشرف غني، ډاکټر عبدالله، حامد کرزي، خلیلزاد، او نورو چارواکو سره وکتل. پامپیو وویل امید لري چي د سپټمبر له اولي څخه مخکي د سولي موافقه وسي، «یقنا همدا زموږ ماموریت دی.» پامپیو وویل موږ د طالبانو سره په خبرو کي واقعي پرمختګ کړی دی.