خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

واشنګټن پوسټ: په پاکستان کي غني په سولي پسې ګرځي

واحد فقیري

اخبار لیکي د اشرف غني افغان منتقدین هغه متکبر، بې حوصلې، منزوي، د خلګو له حالاتو څخه بې خبره ، بې غمباشه،او په ډېرو نورو نومونو او صفتونو یادوي. خو غني په دپلوماتیک پشتکار کي څو نمرې ګټلي دي.

واشنګټن پوسټ د جون پر ۲۸ لیکي غني د پنجشنبې په ورځ وروسته له دریو کالو څخه یو کرت بیا پاکستان ته سفر وکړ. حال دا چي هغه بار بار پاکستان په افغانستان کي د ترورسټي حملو په تشویقولو تورن کړی دی.

غني په پاکستان کي په آبي دریشي کي ملبس له طیارې را کښته سو، او له ډیري خوشحالۍ څخه يې خپله خندا نه سوای پټولای. خو پاکستان د هغه د هرکلي لپاره یو کښته رتبه حکومتي مشاور ور استولی وو.

واشنګټن پوسټ لیکي غني د عمران خان سره هم ولېدل، او د «د دوستانه روابطو د نوي فصل» پر پیلېدو يې موافقه سره وکړه. غني په پاکستان کي یوې غونډي ته وویل،«زما د حکومت لپاره د پاکستان سره د عادي روابطو درلودل حیاتي اهمیت لري.» هغه علاوه کړه چي‌ دواړه ملکونه باید د افغان کشالې په ختمولو کي همکاري سره وکړي، او د سیمي په پرمختګ کي لاسونه سره ورکړي.

غني وویل،«تاسي په سوله کي زموږ ملګري سئ، او دواړه طرفونه باید د یو بل د ملامتولو شریره لوبه خوشي کړي.»

واشنګټن پوسټ لیکي د پاکستان سره د غني د اړیکو د ترمیم کاریو هلي ځلي په داسي وخت کېږي چي د شبنې په ورځ به طالبان او امریکايي چارواکي په قطر کي‌ سره جرګه سي. په داسي حال کي چي د غني حکومت لدې خبرو څخه حذف سوی دی، خو د طالبانو او امریکایانو خبري یوې موافقې ته سره نژدې سوي دي.

اخبار لیکي غني په تکرار ویلي دي چي د افغان د سولي کیلي «په اسلام آباد، کوټه، او راولپنډۍ کي ده.»

واشنګټن پوسټ لیکي ځیني مبصرین عقیده لري او وايي چي پاکستان کوښښ کوي چي د افغان مذاکراتو ته ور داخل سي، ځکه پاکستان لدې خبرو څخه لیري ساتل سوی دی. هغوی وايي همدا وجه ده چي پاکستان افغان سیاستوال ور دعوت کړي ول.

په افغانستان کي د پاکستان پخوانی سفیر، ښاغلی رستم شاه محمود، وايي،«غني پاکستان ته ځکه راغلی، ځکه چي هغه زیات منزوي او تنها سوی دی. غني ګومان کوي چي امریکا ورته شا کړې ده، او اوس د نورو ملګرو د پیدا کولو په لټه کي دی. هغه غواړي چي پر واشنګټن باندي فشار واچوي، څو هغه د سولي په پروسه کي شامل کړي. دې هدف ته د رسېدو لپاره هغه د پاکستان غوندي یو مهم هیواد ته اړتیا لري چي تر څنګ يې ودرېږي.»

واشنګټن پوسټ لیکي د پاکستان مطبوعاتو د غني سوړ هرکلی وکړ.