خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

 سندرو «پتیال »

 سندرو «پتیال »
ــــــــ
شاعر : عصمت الله زهیر

کندهاره! عاشوره دي هره ورځ سوه 
هره ورځ مي یو «پتیال)» ترتا قربان سي

کندهاره! د سندرو ږغ دي ورک سو
سور په وینو یاغي سوی دي آسمان سي

غاښ د زهرو یې موږ نه ګورو میلمه دی
د پرهر طبیبان راسي رقیبان سي

خلک وایي پسته اور دی پسرلی دی
زموږ په برخه د سرو وینو سور باران سي

پتیال فکر بلولی سور مشال وو
پتیال ږغ و د نومورکو توپانونو

د «انکار» دار تر غاړه سرمست درومي
لوڅوي څنډي سرمست د خلوتونو

د مغان تر کوره رسي پر سکروټو
محرابونه یې سودا کړي په جامونو

منصوري شهید درنیسه کندهاره !
یاغي سوې د انکار چیغه یې ګوره

لمبې پوري په لمن به د آسمان کړي
کربلا ده یوه بله جوړه سوې

د «حسین» د مظلومیت وطن ګواه دی
د یزید د یزیدیت لیدونکي نسته

دار د «خیال» مستۍ ته سرکوبي کړه
د پتیال له سرکښۍ مقتل غزل سو
د سندرو شهزاده پتیال مي غواړي

خیال : شهید عبدالله خیال