شاهین: اووم روانډ خبري ډیري مهمي دي

واحد فقیري
د طالبانو ویاند سهېل شاهین وايي په اووم روانډ خبرو کي دواړه طرفونه «محسوسو نتایجو» ته سترګي په لاره دي.
د قطر اووم روانډ خبري د شبنې په ورځ شروع سوې، او انتظار کېږي چي تر بلي هفتې پوري به دوام ولري.
طالبان وايي تر هغه وخت به اور بند و نه کړي، تر څو د خارجي قواوو وتل حتمي سوي نه وي. دغه راز د اشرف غني سره به هم د جمهورریس په صفت و نه ګوري، ځکه طالبان غني د امریکا ګوډاګي ګڼي.
پامپیو ویلي دي چي د طالبانو سره د سولي موافقه د سپټمبر تر اولي مخکي ممکنه ده.
امریکايي سیاسي ماهر،مایکل کوګلمېن،وايي،«د سپټمبر د اولي خبره ډېره ساده ده: او هغه دا چي جمهورریس ټرمپ غواړي چي له افغانستانه راووزي، او ترمپ غواړي چي یوه موافقه ژر تر ژره وسي.» (اسوشیټیډ پریس)