نیویارک ټایمز: د معروف د ولسوالي سقوط
واحد فقیري
کله چي طالبانو سږ کال د معروف ولسوالي ونیوله، د افغان حکومت خپل پخوانی تاکتیک وکاروی: او هغه دا چي د معروف د ولسوالۍ دفترونه يې ۲۵ میله لیري جوړ کړ. خو طالبان نوي موقعیت ته پسې راغلل، او دا ځای هم ترې وینو. او قریب ۳۴ یا ۵۰ تنه عسکر يې ووژل.
د طالبانو پدې حملې کي د انتخاباتو لس تنه مامورین هم وژل سوي دي. د کندهار د ولایتي شورا غړي، ښاغلي محمد یوسف یونسي، وايي،«د معروف له ولسوالۍ څخه پخوا لا زیات ځايي خلګ کډه سوي دي. زه حیران یم چي د انتخاباتو مامورین د چا د راجسټرېشن لپاره هلته ورغلي ول.»
د افغانستان د داخله وزارت وايي پدې حملې کي څلور هموي موټران، چي په منفجره موادو ډک ول، برخه اخیستې وه.
د افغانستان په ګوټ ګوټ کي جنګونو په داسي وخت کي زور اخیستی دی چي طالب او امریکايي چارواکي په قطر کي د سولي پر موافقې باندي خبري کوي. د دفاع وزارت وايي چي د بلخ په ولایت کي يې ۴۵ طالب جنګیالي په بمباریو کي وژلي دي.