خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د مامون طاهري خصوصي انستيتوت څخه ۳۶۶ تنه زده کونکي فارغه سوه

نن دکندهار ولايت د يوه خصوصي انستيوت څخه ۳۶۶ تنه نارينه او ښځينه زده کونکي فارغه سوه.
د عامي روغتيا مسوُلينو په فراغت غونډه کي خوښي څرګنده کړه او و يې ويل؛ په دې سره به تر ډېره حده د کندهار د عامي روغتيا په چوکاټ کي د نرسانو قابله ګانو او نورو برخو د کار کونکو تشه تر ډېره حده ډکه سي.