د قطر خبري: سوشل میډیا
واحد فقیري
د نیویارک ټایمز مشهور خبریال مجیب مشال له قطره په خپل ټویټر کي لیکي:
اوس په دوحه کي د شپې لس بجې دي. دا د خبرو څلرمه ورځ ده، خو تر اوسه پوري کوم مهم اعلان نه دی سوی.
خلیلزاد او ډاکټر قطحاني ؟ (قطري مینځګړی) د مجلس له ځایه بهر سره جرګه دي، خو طالبان لا اوس هم دننه ناست دي.
داسي ښکاري چي طالبان ټینګار کوي چي متحده ایالات باید د خپلو قواوو د ایستلو تقسیم اوقات د بین المللي «شاهدانو» په حضور کي اعلام کړي.
نو لهذا حتی که چیري د نهايي معاملې متن نهايي سوی هم وي، ځیني لوژستیکي مسایل لا پاتي دي—(دا شاهدان به څوک وي؟ رسمي مقام به يې څه وي؟ او داسي نور.)
امریکایانو او طالبانو دواړو د معاملې په اړه خولې ګنډلي دي او څه نه وايي. نه د خارجي قواوو د وتلو د مراحلو اوږدوالی بیانوي، او نه هم د تروریزم پر ضد د ضمانتونو جزییات شریکوي.
خو دواړه طرفونه وايي چي زیاتره مهم مسایل او عبارات کرار کرار فیصله کېږي، او هغوی د موافقې نهايي متن ته بېخي ورنژدې سوي دي. خو دا معلومه نده چي هغوی به خپلي خبري نن ختمي کړي او کنه، او ایا کومه موافقه به اعلام سي او کنه.
خلیلزاد په خپل وروستي ټویټ کي لیکي چي په کابل کي د پرون ترورسټي حملې دا وښوده چي په دوحه کي باید باقي پاته مسایل ژر تر ژره فیصله سي. افغانان د روان تشدد د ختمېدو مستحق دي.