خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ټرمپ: غواړم چي امریکا له افغانستانه راووزي

واحد فقیري

په داسي حال کي چي جمهورریس ټرمپ له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو پر پروسې باندي‌ نظارت کوي، هغه ژمنه کوي چي په افغانستان کي به‌ د تروریزم د مخینوي په غرض «قوي استخباراتي» حضور وساتي.

«زه به قوي استخبارات هلته پرېږدم. ځکه تاسو باید هلته نظارت ولرئ.»

هغه وايي چي زه به له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو په برخه کي خپله ژمنه پوره کړم.

د متحده ایالاتو جمهورریس ټرمپ په یوې تازه مرکې کي ویلي دي چي هغه غواړي له افغانستانه امریکايي عسکر راوباسي، خو دا تشویش ورسره دی چي په افغانستان کي د امریکايي عسکرو نه شتون به هغه ملک یو ځل بیا د ترورسټانو په مرکز بدل کړي، او هغوی به پر امریکا باندي حمله وکړي.

ټرمپ د فاکس نیوز سره په مصاحبه کي وايي،«افغانستان د ترورسټانو لابراتوار دی.» هغه زیاتوي،«زه يې د ترورسټانو هاروارډ بولم.»

ټرمپ وايي امریکايي جنرالان راته وايي،«صاحبه، د دې پر ځای چي د ترورسټانو سره دننه په امریکا کي وجنګېږو، موږ پدې راضي یو چي د هغوی سره په افغانستان کي وجنګېږو،.» هغه زیاتوي،«یوه امریکايي جنرال راته وویل پر دې موضوع باندي باید تاسي تل فکر وکړی.»