خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

فرېب کاره سوداګر او ساده کليوال

يو وخت يو کلي ته يو سوداګر ورغلی، کلي خورا غټي غتي بيزوګاني درلودی، سوداګر کليوالو ته وويل؛ ما ستاسو لپاره يوه ډېره ښه پروژه ترتيب کړې ده، پروژه داسي ده، چي تاسو به د ټول کلي بيزوګاني نيسي او ماته به یې راولی، زه پر هره بيزو تاسو ته سل سل افغاني در کوم.
د کلي خلګو ته خورا خوندور کار په لاس ورغلي هر ورځ به چا لس چل دولس او چا پنځلس بيزوګاني نيولې او پر سوداګر يې خرڅولې. مګر هيڅ چا د سوداګر څخه دا پوښتنه نه کول چي د بيزوګانو په نيولو کي ستا څه ګټه ده، په هر صورت د کلي بېزوګاني خلاصي سوې.
کله چي بيزګاني خلاصي سوې، ډېر خلګ پر خپله لاره ولاړه سوداګر د دې ځل په کلي کي اعلان وکړی او و یې ويل؛ که چا تر دې وروسته ماته بيزو را و نيول پر هر بيزو په دوه سوه افغاني را نیسم. خلګ شاوخوا وطنو ته ولاړل، بيا يې د بيزوګانو و نيولو ته مخه کړه د شاو خوا وطنو بيزوګاني يې هم ټول و سوداګر ته راوړلې او پر خرڅي یې کړئ.
د دې ځل سوداګر په کلي کي اعلان وکړئ او ويې ويل که چا بيزو راته راوړل پر هره بيزو پنځه سوه افغاني ور کوم، خلګو فکر وکړئ، چي اوس خو په نژدې وطنو کي هیڅ ځای بيزوګاني نسته راځئ، چي خپل کار وکړو.
سوداګر چي د خلګو حالت وليدی د يو څو ورځو لپاره ښار ته ولاړی مياشت دوې مياشتي تيري سوې، په بيرته راتګ سره يې د ځان سره يو بل نفر هم راوستئ، د کلي خلګ يې راټول کړه او ورته و یې ويل د دې ځل مي يو ډېره ګټوره پروژه راوړې ده، هغه داسي، چي پر هر بيزو زه تاسو ته دوه دوه زره افغاني در کوم، سوداګر پر خپله لار ولاړي او هغه بل نفر چي یې د ځان سره راوستلی وو هغه يې و کليوالو ته معرفي کړئ او ورته و يې ويل، چي زه ځم دغه نفر زما منشي دی.
د کلي مشر کليوالو ته وويل دا کار مه کوئ، خپله زمينداري مو کوی بيزوګاني چيري وې. ډیرو خلګو د مشر خبري و منلې او پر خپله خپله لار ولاړه، په دوهمه ورځ د سوداګر منشي د وطن خلګ را و غوښتل او ورته و یې ويل؛ بيزوګاني خو تر ډېرو ليري وطنو نسته، نو تاسو داسي وکړئ، زما څخه د سوداګر بيزوګاني په پټه په زر زر افغاني رانيسئ او بيرته یې پر سوداګر په دوه دوه زره افغاني خرڅي کړي.
ځیني خلګ پر خپله لاره ولاړه مګر ځينو د سوداګر د مخکنی سودا خوند تر خوله وو او ورسره و يې منل هرڅونده پيسې چي يې درلودې هغونده يې دوه واري نور پور کړې او د سوداګر ټوله بيزوګاني چي له دوی څخه يې رانيولي وي، په يو غټ سرای کي يې په پنجرو کي بندي کړې وې په زر زر افغاني رانيولې، د شپې د سوداګر منشي دوې پښې خپلي دوې نوري کړې او د کلي و تښتېدی.
کلي او بيزوګاني يې سره پرېښودلې.
اوس نوي غريب کلي وال لو تر حد زياتي بيزوګاني سره پاته سوه.
دوستانو دغه لنډه کيسه موږ ته يو شی را ښيي، چي هیڅکله د ژر ګټی فکر مه کوی، او مه هم بې ځايه تمه کوئ.
زموږ پښتو ډېره ښه متلونه لري لکه چي وايي؛ بې زهمته راحت نسته.
زهمت ته ځان ور کړئ يوه ورځ به حتمن په راحت کېږي.
هندي ژباړه
ژباړونکی عبدالعلي افغان