خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

امریکا او طالبان د خارجي قواوو د وتلو پر مسودې باندي کار کوي

واحد فقیري

په قطر کي امریکايي او طالب چارواکي لګیا دي چي په دوحه کي د بین الافغاني مجلس مخکي د بهرنيو عسکرو د خروج تقسیم اوقات او د طالبانو لخوا د تروریزم ضد د ضمانتونو مسوده چمتو کاندي.

امریکايي او طالب مرکه چیان د چهار شنبې د شپې تر نا وخته پوري د مجلس په ځای کي سره دېره ول، او د پنجشنبې په ورځ به بیا دا خبري تعقیب سي. دا د اووم روانډ د خبرو شپږمه ورځ ده.

طالب چارواکو اسوشیټیډ پریس ته ویلي دي چي امریکا د خپلو عسکرو د خروج لپاره د ۱۸ میاشتو د مودې خواست کوي.

خو له افغانستانه د جمهورریس ټرمپ د وتلو تلوسه او شوق د طالبانو موقف لا ور غښتلی کړی دی. طالبانو د آینده بین الافغاني مجلس په برخه کي هم ستر امتیاز تر لاسه کړ، ځکه پدې مجلس کي به د کابل حکومت هیڅ رسمي هیات شامل نه وي. ټول ګډونوال به په شخصي ظرفیت برخه په کښې واخلي.

طالبان د غني د حکومت په اړه پر خپل پخواني موقف باندي کلک ولاړ دي، او هغه د امریکا ګوډاګي بولي.

حامد کرزي اسوشیټیډ پریس ته ویلي دي چي هغه به پدې بین الافغاني مجلس ګډون و نه لري، ځکه هغه به په چین کي وي. مګر هغه وايي،«زه په دوحه کي د آینده بین الافغاني ناستي کلک ملاتړ کوم، او زه ور سره یم.»