د قطر بین الافغاني خبري او مشکلات
واحد فقیري
ټاکل سوې ده چي د جولای پر ۷ او ۸ به په قطر کي بین الافغاني مجلس دایر سي. خو ستونزه دا ده چي تر اوسه پوري د ګډوالو پوره او ثقه لست نه دی اعلام سوی، حال دا چي مجلس ته فقط دوې ورځي پاتي دي!
د یو داسي مهم مجلس لومړی معیار باید شفافیت وي. خو داسي ښکاري چي دا بین الافغاني مجلس د جرمن د پولیسي او مخفي کاريو قرباني سوی دی. مانا هر څه به تر آخري شېبې پوري پټ او سري وي. او کله چي مجلس ختم سي، د جرمن خفیه پولیس به په یوې اعلامیې کي افغانان او جهانیان څه خبر کړي.
بله خبره دا ده چي تر اوسه پوري دا هم نده څرګنده چي د دعوت سويو کسانو لپاره معیار څه وو؟ چا دا خلګ انتخاب کړل؟ ایا دا کار د جرمن خفیه پولیسو کړی دی؟
دریېمه ستونزه دا ده چي دا مجلس مخکي له مخکي لا ځینو خلګو بایکاټ کړی دی. ویل کېږي چي ملا عبدالغني برادر به ګډون په کښې و نه کړي. حامد کرزي ویلي چي چین ته ځي، او د دې مجلس لپاره وخت نه لري. ارګ چي اصلا دعوت سوی هم نه دی، خو وايي چي برخه به په کښې وا نه خلي!
واضح خبره ده چي د قطر د دوهم بین الافغاني مجلس وضعیت خراب دی، او همدااوس لا زکام نیول دی.