د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال د مشاور وزیر یوسف پښتون لاس ور مات کړ
یوسف پښتون چي د فوایدي عامې او ښار سازۍ وزیر تېر سوئ او د کندهار پخوانی والي او رئيس تنظیمه وو او اوس مشاور وزیر او د حج او اوقاف د حج د پروسې په منتظیمونو کي دئ د افغان ترک مکتبونو د دفاع په خاطر یې پرون هغه وخت لاس د کابل امنیه قومندانۍ د مرستیال {سرتیر} له خوا مات سوی چي د دوهمي امنیتي حوزې له منسوبینو سره خبرو او قناعت ورکولو وروسته دوهم ځل سرتیر پر افغان ترک مکتب حمله وکړه. د سوشل میډيا کارکوونکو، قومي مشرانو او سیاسي څېرو د کابل پولیسو د افغانستان د یوه بې فساده او بې رشوته وزیر لاس ماتېدل او بې عزتي په سختو ټکو غندلی دئ.