عبدالله مصباح په شاندارو مراسمو خپلو کارکوونکو ته ور پېژندل سو!

نن په یو لوړو مراسمو کي عبدالله مصباح چي د جمهوري ریاست د چارو د ادارې د پارلماني چارو عمومي رئیس په توګه په فوق بست کي ټاکل سوی و کارکوونکو ته ور وپېژندل سو. ښاغلي مصباح د ماسټرۍ تر کچي لوړي زده کړي لري، د ښو اخلاقو او پوره کاري تجربې خاوند دئ او تر دې وړاندي یې په کندهار ولایت مقام، د بهرنیو چارو وزارت، د ولسمشر د پروګرامونو او تشریفاتو ریاستونو او د ولسمشر د ولسي اړیکو په دفتر کي د د فتر د ریئس تر کچي لوړو پوسټونو کار کړی دئ.