د زیات امتیاز ترلاسه کولو لپاره د طالبانو ناوړه هڅې
محمدبشیر یوسفزوی
هر وخت چې د سولې اوازې ګرمېږي او د سولې مذاکرات پیلېږي، نو ورسره جوخت د ناامنۍ کچه او بریدونه، وحشتونه او جنایتونه هم زیاتېږي. دا په دوه دلایلو کېږي. لومړی انګېرنه دا وایي چې یو دریم لاس کوښښ کوي چې د سولې مذاکراتو د ناکامولو لپاره فضا خشنه کړي، د خلکو کرکه، غوسه او نفرت را وپاروي او پر حکومت فشار راوړي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکرات ونه کړي، ځکه چې ډېر افراد، اشخاص ، ډلې او احزاب خپلې ګټې په ناامنۍ، جنګ او دربدرۍ کې ویني او په دې خاطر د سولې، امنیت او ثبات د تامین مخه ډب کوي.
دویم دلیل یا انګېرنه داده چې وسله وال طالبان ځکه په دې وخت کې جنګ، وحشت، بریدونه او چاودنې زیاتوي، تر څو دوی خپل قوت ثابت کړي او د سولې د مذاکراتو په مېز کې زیات امتیاز د ځان لپاره واخلي، مګر په دغه ډول کارونو سره دوی ځکه کوم امتیاز نشي ترلاسه کولای چې د افغانستان خلکو ته د طالب قوت او د طالب وحشت دواړه معلوم دي.
بله مهمه مسله داده چې د سولې مذاکرات باید له باصلاحیته لوري سره وشي، له داسې لوري سره چې د تصامیمو اجرایوي او قانوني صلاحیت ولري، مګر موږ ګورو چې وسله وال طالبان درګرده له امریکایانو او یا هم له هغو افغان سیاسیونو سره مذاکرات کوي چې هغوی له حکومت څخ شړل شوي، عقده یي شوي، بې واکه شوي، خپل باور یې له لاسه ورکړی، دوی بدنام شهرت لري، جنګي او وسله والې ډلې لري، د فساد دوسیې لري، د خلکو ځمکې او جایدادونه یې غصب کړي دي. له دوی سره د سولې په نامه مذاکرات د وخت ضیاع ده.
په دې وروستیو کې د سولې خبرې تودې شوي، نو ورسره جوخت د هیواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو وحشیانه بریدونه هم زیات شوي دي. وسله وال طالبان چې زموږ له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه له وېرې په غرونو او غارونو کې پټ دي او د ور مخامخېدو جرئت نه لري، نو عامه تاسیساتو او خلکو باندې بریدونه کوي، ښځې او ماشومان شهیدانوي.
پرون په داسې حال کې دوی په غزني کې موټربم چاودنه وکړل او ګڼې کورنۍ یې د ویر په ټغر کېنولې چې له بلې خوا په دوحه کې د دوی د سولې مذاکرات جریان لري. طالب ویاند بیا په ټوله بې شرمۍ او سپین سترګۍ د دغه برید مسوولیت اخلي او دا مني چې دغه وحشت او جنایت دوی ترسره کړی دی. دوی فکر کوي چې په دې ډول به خپل قوت وښيي او د سولې مذاکراتو کې به زیات امتیاز ترلاسه کړ، مګر دا ارمان به یې ځکه پوره نشي، چې زموږ د خلکو او معصومو ماشومانو په وژلو امتیاز اخیستونکي د امتیاز نه، بلکې د مجازات وړ دي او له دوی سره به د دغو ظلمونو او جنایتونو حساب وشي، او د هیواد زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به له دوی پسې وګرځي او هر چېرې یې چې پیدا کړي د خپلو ناوړه اعمالو په سزا به یې ورسوي.