د حکومت شک او اندېښنه پرځای وه
ګلرحمن رحماني
په مسکو کې د افغان سیاسیونو او طالبانو تر منځ د افغان سولې لپاره له ناستې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تر منځ لیدنې د سولې په هڅو د ډېرو افغانانو شکونه په باور بدل کړل، ځکه د مسکو د غونډې یو شمېر ګډونوال وایي چې هلته خبرې د سولې پرځای پر موقت حکومت ور ټولې وې.
په همدې هدف د افغانستان د ملي امنیت مشاور حمدالله محب چې امریکا ته د یو ځانګړی سفر لپاره تللی و، هلته د رسنیو استازو ته وویل موږ (افغانان) د سولې په روانو هڅو شک لرو ځکه د افغان سولې لپاره چې په هره کچه خبری کېږي بایدافغان حکومت پکې دخیل وي، که افغان حکومت پکې دخیل نه وی نو دا خبرې به نه کومه لاسته راوړنه ولري او نه هم افغانانو ته د منلو وړ دي.
د ښاغلي محب دغو څرګندونو سره له دې چې توند غبرګونونه له ځان سره لرل، مګر د سولې کاواکه شوی او له اصل جهت څخه په بل لور سوق شوی او د افغان دولت له واک او ګوتو څخه اېستل شوی بهیر یې بېرته د سولې او بین الافغاني مذاکراتو پر لور ور سم کړ.
اوس د سولې لپاره چې امریکا هر اقدام کوي د حکومت په استازیتوب یې ولسمشر محمد اشرف غنی سره شریکوي ، هغه ستونزي او مشکلات چې د سولې لپاره خنډ جوړويپه ګډه یېحل کوي او د سولې پروسه پر مخ بیایي . سره له دې چې په دې منځ کې پر ولسمشر غني د سیاسي مخالفینو له لوري د سولې د مخالفت په نامه بېلابېل تورونه ولګول شول، مګر دا حقیقت ټولو افغانانو ته څرګند شو چې امریکا او افغان سیاسیون د سولې په پلمه په یو بل څه سره بوخت وو، خو د حکومت او ولسمشر غني معقول دریځ او پر وخت اقدام یې مخه ونیوله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو افغانستان ته په خپل سفر کې د ولسمشریزو ټاکنو ملاتړ وکړ او همدارنګه یې د سولې لپاره د خلکو هیله مندي زیاته کړه او وې ویل چې په راتلونکو دوه میاشتو کې به له وسله والو طالبانو سره د قرارداد د لاسلیک زمینه برابره شي. پمپیو په حقیقت کې د ولسمشر غني همغه نظر تائید کړ چې ګواکې د سولې لپاره دې ټاکنې نه ځنډول کېږي، ځکه دغه دواړه ملي پروسې چې یوه د بلې بشپړونکې دي په موازي ډول دې مخته یووړل شي.
بالاخره د حکومت او ولسمشر غني معقول دریځ او مقاومت هم د امریکایانو، هم د روسیې او پاکستان او هم د افغان سیاسیونو هغه دسیسه چې ګواکې د سولې په نوم پر افغان ولس موقت حکومت وتپي او د څو کالو لاسته راوړنې او زمو د خلکو قربانۍ په اوبو لاهو کړي، مخه ونیوله او په ډېر قوت یې ټولو ته دا ثباته کړه چې دلته به تصمیم او وروستۍ پرېکړه د افغانانو وي او بهرنیان نشي کولای چې زموږ د راتلونکي او برخلیک په اړه زموږ له سلا مشورې پرته د تړلو دروازو ترشا تصمیم ونیسي.